انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

دغه خبره، نن د روان کال د وري په ۲۵مه نیټه، د کمیسیون د رسنیو په مرکز کې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ښاغلي عبدالبدیع صیاد له لوري د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې څرګنده شوه. ښاغلي صیاد زیاته کړه چې: د تلې په ۲۸مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو ته قوي اراده لري.

نوموړي وویل: کمیسیون د سمونو راوستو ته ژمن دی له همدې امله یی د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د نوملیکنې بهیر پیل کړیدی، د رأی ورکوونکو د نوملړ په چمتو کولو به هر رأی ورکوونکی له یوه ځانګړي مرکز سره ونښلول شي او هملته به رأی اچوي.

د کمیسیون مشرتابه د افغانستان له شریفو وګړو وغوښتل چې نوم لیکنه دې وکړي ترڅو راتلوونکې کې رأیه ورکړي او نړې ته وښایی چې یو متحد ملت دی. ښاغلي صیاد په وسله والو مخالفینو هم غږ وکړ چې له دې ملي بهیر سره دې یوځای شي د خلکو په مخ کې دې خنډ نه جوړیږي او خلک دې نوملیکنې ته وهڅوي.

دغه بهیر به د غویی تر ۲۳مې پورې د ولایتونو په مرکزونو کې، د غبرګولې تر ۷مې په ولسوالیو کې او د غبرګولې له ۹مې تر ۲۲مې پورې به، په کلیو او بانډو کې ترسره شي. د نوملیکنې بهیر نارینه او ښځينه ؤ ته ځانګړي محلات لري. د تابعیت تذکرې لرل او ۱۸ کلنې عمر بشپړول د نوملیکنې له شرایطو شمیرل کیږي او تاسو باید په هغو مرکزونو کې نوملیکنه وکړي چیرته چې غواړئ رأیه ورکړئ.