انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د قانون له مخې مکلف دی چې په ۱۳۹۷ کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي او ټولو په شرایطو پوره کسانو ته د رأی اچونې زمینه برابره کړي. دا چې هیواد په جګړه اخته دی نو ټاکنې به له ننګونو خالي نه وي خو تجربو ښودلې چې د ډیموکراسۍ د ټینګښت لپاره له ټاکنو پرته بله مناسبه لاره نشته. د ټاکنو کمیسیون د مسؤلیت له مخې د سمونو پلې کولو ته ژمن دی ترڅو ټاکنې په عادلانه، رڼې او عمومي توګه ترسره شي.

کمیسیون له اړونده بنسټونو سره له مشورو وروسته دې پایلې ته ورسیدل چې نوملیکنه په تذکرې، رأی ورکوونکی له ځانګړي مرکز سره نښلول او د رأی ورکوونکو نوملړ چمتو کول د خلکو باور لاسته راوړلو یوازینۍ حل لاره وګڼله. په طرحو باندې بحث د کمیسیون په پریکړو کې ځنډ رامنځته کړ په ځانګړې ډول له بایومټریک څخه ګټه اخیستنه، کمیسیون ته د نوي غړي معرفي کول همدارنګه د بودجې ترلاسه او امنیت ټینګښت په اړه ډاډ ترلاسه او داسې نور موضوعات ؤه چې ټاکنې یی وځنډولې.

د نوملیکنې په اړه پلان جوړول او پریکړه یی نیول پدې وروستیو کې ترسره شول، د ټاکنو له ترسره کولو وړاندې یو لړ موضوعات دي چې په ځنځیري شکل تړاؤ لري چې باید ترسره شي:

  • رأی ورکوونکو نوملیکنه لومړنۍ ګام ؤه چې اخیستل کیږی
  • د نوماندانو نوملیکنه دویم پړاؤ دی، ترڅو چې په کافي شمېر رأی ورکوونکي نه وي ثبت شوي دغه پړاؤ نشي پلي کیدای ځکه چې نوماندان د رأی ورکوونکو ملاتړ لسټ ته اړتیا لري.
  • د ټاکنو قانون له مخې، ۳۳ورځې د نوماندانو د نوملړ په اړه د نیوکو او شکایتونو ثبت کیدل، کار ته اړتیا لري، چې ددې شکایتونو او نیوکو د څیړلو له وروستې پایلو وروسته به نهایی نوملړ جوړ شي او وروسته به رأیپاڼې چاپ شي.
  • زمونږ د تجربو پر بنسټ د رأیی پاڼو د چمتو کولو او کمیسیون ته یی لیږل لپاره د شپږ اوونۍ اړین دي.
  • د پاڼو بسته بندي ولایتونو او مرکزونو ته لیږل شپږو اوونۍ کې یی اړین دي.


پورتني موضوعاتو ته په کتو، د چنګاښ په ۱۶مه نیټه ټاکنې ترسره کول ناممکن ؤه نو له همدې امله مو د تلې ۲۸مه نیټه د ټاکنو ترسره کولو ته ځانګړې کړه. سیاسي ګوندونه، رسنۍ او اړونده مدني ټولنې د ټاکنو په بهیر کې مهم رول لري او د ټاکنو د رونټیا لامل کیږي چې پدې برخه کې د دوی د مرستې غوښتونکي یو، له حکومت او نړیوالې ټولنې مننه کؤو چې د بودجې په چمتووالي او د امنیت په ټینګښت کې یی خپلې ژمنه پوره کړې.

د نوملیکنه د ولایتونو په مرکزونو کې په ۲۵م د وري پیلیږي، د نوملیکنې کارکوونکي ګمارل شویدي او روزنه یی عملاً روانه ده همدارنګه د توکو د لیږد بهیر هم پیل شویدی او د عامه پوهاوي کمپاین به هم د نوملیکنې تر پای پورې دوام ولري. په شرایطو پوره کسانو باندې غږ کؤو چې تذکرې دې را واخلي او د نوملیکنې په مرکزونو کې ځانونه ثبت کړي او هغه هیوادوال چې تذکرې نلري د تذکرو ویشن‌ې مرکزونو ته دې لاړ شي او د نوملیکنې لپاره دې تذکرې واخلي.