انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د افغانستان ملي او جهادي ګوندونو عالي شورا چې له یوولسو سیاسي ګوندونو څخه جوړه ده، د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه یی ملاتړ اعلان او د ټاکنو په ترسره کیدو یی ټینګار وکړ. دغه غونډه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مشرتابه غړو او د افغانستان د ملي او جهادي ګوندونو عالي شورا مشرانو او استازو پکې ګډون درلود د روان کال د سلواغې میاشتې په ۲۲ نیټه د حضرت صاحب مجددی په هستوګنځي کې ترسره شوه چې دواړو لورو د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پخپل وخت ترسره کېدو ټینګار وکړ.

په لومړي سر کې د افغانستان د ملي او جهادي ګوندونو د دارالانشاء رئیس او د ولسمشر ارشد مشاور ښاغلي عباس بصیر د ګوندونو د عالي شورا دریځ پدې ډول څرګند کړ چې: د سیسټم دننه څارنه، له ګڼو ټاکنیزو بهیرونو څخه د څارنې کمیټه جوړول، د ټاکنو سیسټم څو بعدي سیسټم ته بدلول، د کمیشنرانو په راوستو او لرې کولو د قانون رعایت، په عام المنفعه ځایونو کې د رأی اچونې مرکزونه جوړول، د رأی ورکوونکو نوملړ چمتو کول، په ټاکنیزو درغلیو تورن کسان ګوښه کول او په ګمارنې او د ټاکنو په ترسره کیدنه کې د بیطرفی په پام کې نیول د ګوندونو د عالي شورا له غوښتنو څخه وه. ورپسې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ډاکټر عبدالبدیع صیاد له ملي شخصیت حضرت صبغت الله مجددي څخه د مننې او کورودانۍ ترڅنګ زیاته کړه چې د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کول د سیاسي ګوندونو، ملي شخصیتونو او د افغانستان د خلکو له مرستې پرته ناشونی دی او د ګوندونو له مشرانو څخه یی یو ځل بیا مننه وکړه چې د دوی د نظریاتو د اوریدو ته یی فرصت برابر کړ او د داسې غونډو د ترسره کولو پر دوام یی ټینګار وکړ.

همدارنګه د کمیسیون مشرتابه او نورو ټولو غړو د راتلوونکو ټاکنو لپاره د چمتووالي او اصلاحي کړنو او چارو د پرمختګ په اړه د ناستې ګډونوالو ته معلومات ورکړ چې: کمیسیون خپلواک دی او په پرېکړو کې به، د ګوندونو په مرسته به له لاسوهنې څخه مخنیوۍ وکړي. د کمیسیون مشرتابه د مرکزونو د ارزونې د بهیر، په تابعیت تذکرې د د رأی ورکوونکو د نوملړ چمتو کول او د دائمي او مؤقتو کارکوونکو د ګمارنې په اړه د ناستې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او پدې برخه کې یی له نوموړې شورا څخه مرسته وغوښتله.

د کمیسیون مشرتابه زیاته کړه چې: د قانون له مخې د ټاکنو کمیسیون د سمونې چارې په پلان کې لري او ددې بنسټ د باور لاسته راوړلو لپاره به دا کمیسیون له درغلکرو کسانو پاک شي دوی څرګنده کړه چې د ټاکنو اصلي دنده د ټاکنو ترسره کول دي او په ټاکنو کې اصلي لورۍ خلک او سیاسي ګوندونه دي، ټاکنې به د ګوندونو او څاروونکو بنسټونو د استازو په څارنه ترسره کیږي.

د کمیسیون مشرتابه غړو زیاته کړه چې: د ټاکنو د نظام بدلون او ټاکنو کې ګوندونو ته ونډه ورکول د ټاکنو د قانون په بدلون پورې اړه لري او دا د کمیسیون په واک کې نشته، کله چې د ټاکنو په قانون کې بدلون راشي کمیسیون یی په پلې کولو مکلف دی. د ګوندونو لیکلې طرحې د کمیسیون له لورې تحلیل او وارزول شوې او رغنده وړاندیزونه به د کمیسیون په پلان کې شامل شي.

وروسته د ناستې ګډونوالو ښځو ته د تذکرې وېشلو په اړه د آسانتیا په رامنځته کولو، د ټاکنو په بنسټیزه کولو، ګوندونو ته د ونډې ورکولو، د شکایتونو ارزول او د مرکزونو انډول برابرولو، مهاجرینو او او راستنېدونکو ته تابیا نیولو، د ټاکنیزو حوزو او په برېښنایی پیژندپاڼو خبرې اترې وکړې چې د کمیسیون د غړو له لوري قانع ځوابونه ورکړل شول. په پای کې د افغانستان د ملي او جهادي ګوندونو شورا رئیس حضرت صبغت الله مجددي د کمیسیون له هڅو مننه وکړه او د ښه راغلاست ترڅنګ یی زیاته کړه چې مشرتابه غړي د هیواد لویو ګټو ته ژمن دي او د نوې مشرتابه سره عادلانه او رڼو ټاکنو ترسره کیدو ته هیله مندي ډیره شوې ده. ښاغلي مجددي کمیسیون ته د بریالیتوب د هیله مندې ترڅنګ، د یادې شورا په استازیتوب د کمیسیون له برنامو ملاتړ اعلان کړ.