انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

نن د روان کال په ۱۵مه نیټه د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه غړو د رسنیو په مرکز کې، د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه ګډون کړی ؤه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ښاغلي صیاد د رسنیو له مرستې په مننې سره زیاته کړه چې: د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوې ژمنتیا سره خپل مسؤلیتونه او چارې پر مخ وړي، په اساسي قانون کې د کمیسیون بنسټ معلوم دی، مونږ به پوره خپلواکۍ سره خپلې دندې او چارې مخته بوځو او هیچا ته به په ټاکنیزو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنکړو.

له قومي، مذهبي او ژبني تعصب څخه ځان لیرې ساتو، ښاغلي صیاد د افغانستان له حکومت څخه مننه وکړه چې دوی ته یی نوی کمیشنر معرفي کړ او ژمنه یی وکړه چې په ټاکنو کې به درغلي نه کیږي او په پوره رښتینولی به ترې ساتنه کوي.

ښاغلي صباد په مرکز او ولایتونو کې د ګمارنې بهیر بشپړیدل، د شکایتونو کمیسیون د کار له بشپړیدو وروسته د مرکزونو د ارزونې بهیر نهایی کول او د نوملیکنې په موخه د تذکرې اخیستلو لپاره خلکو ته عامه پوهاوی ورکول د کمیسیون له لومړیتوبونو څخه یاد کړل.

او له رسنیو، مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو څخه وغوښتل چې اطلاع رسونې او عامه پوهاوي کې دې مرسته ورسره وکړي او خپلې رغوونکې طرحې دې ور وسپاري او د کمیسیون دروازه د دوی پر مخ تل خلاصه ده.

ورپسې د کمیسیون عملیاتې مرستیالې آغلې وسیمې بادغیسي، مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي او د کمیسیون نورو غړو لکه رفیع الله بیدار، حفیظ الله هاشمی او عبدالقادر قریشی خبرې وکړې او په روڼتیا، د بهیر پر پیاوړتیا، د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر پلې کیدو او د ګمارنې کمیټې د کار پر پیلیدو او د رهبرۍ-دارالانشاء ترمنځ پر همغږی یی ټینګار وکړ.

همدارنګه د کمیسیون مشرتابه غړو له خلکو، مدني ټولنو او اړونده نړیوالو بنسټونو سره د اړیکو ټینګول اړین وبلل.

نوموړو وویل چې په ټاکنو کې له تذکرو څخه ګټه اخیستنه یو بې مخینې چاره ده او د درغلی د مخنیوۍ لامل ګرځي. د یادولو ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اداري پلاوي ټاکنې څو ورځې مخکې د سلواغې په ۱۱مه نیټه ترسره شوې چې له مخې یی ښاغلی صیاد د رئیس، وسیمه بادغیسي او معاذالله دولتي د مرستیالانو په توګه وټاکل شول همدارنګه ښاغلی حفیظ الله هاشمي د نوي غړي په توګه د سلواغې په څلورمه نیټه کمیسیون ته معرفی شو.