انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

په دا وروستيو کې رسنيو د غير مسؤولو منابعو په استناد داسې خبرونه خپاره کړل چې د ولسوالي شوراګانو او ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې ګواکې په ټاکلې نېټه نه شي ترسره کېدلی او يا دا چې د ټاکنو خپلواک کميسيون غواړي د راروانو ټاکنو اعلان کړې نېټې باندې له سره غور وکړي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون دا ټکی د ښو زېری ګڼي چې هېوادوال يې د ټاکنو باره کې دلته، هلته او هر چېرته خبرې اترې او بحثونه لري. دا د ټاکنو له بهير او کميسيون دواړو سره د دوی شديده لېوالتيا ښيي. مګر له دې امله چې ټاکنې يوه مهمه ملي پروسه ده نو په کار دي چې په باره کې يې له دقت سره بحث وشي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون له ټولو هېوادوالو، په تېره بيا له ټاکنيزو تحليلګرانو او د مشاهدو بنسټونو له استازيو څخه غواړي چې د کميسيون پر کاري کفايت، دريځ او پرېکړو دې شکونه او ګومانونه نه کوي. کميسيون درګرده لګيا دی د ټاکنو په لوري محکم ګامونه اخلي. د رأی اچونې شاوخوا ۷۰۰۰ مرکزونه يې اروزولي او له نوي سره تعيين کړي دي؛ دغه کار نور د تکميل په درشل کې دی. دغه راز، د راتلونکيو ټاکنو له پاره يې د ورقي تذکرو پر اساس د رأی ورکوونکيو د نوم ثبتونې د بهير طرحه او پلان حکومت ته استولی چې لګښت يې ۹۰٪ يوناما او ۱۰٪ حکومت منلی دی.

کميسيون د ټاکنو د نېټې د تعويق باره کې دغه شايعات بې بنياده ګڼي؛ په کلکه يې ردوي او يو ځل بيا په ډاګه کوي چې راروانې ټاکنې به د راتلونکي کال د سرطان پر ۱۶مه نېټه کېږي.