انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

ددې سند پر بنسټ، د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي اداره مکلفه ده چې د هیواد ټولو وګړو ته چې د رأی اچونې په شرایطو پوره دي، د تابعیت تذکرې وویشي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رأی ورکوونکو نوم لیکنه او د فهرست چمتو کول د تابعیت تذکرې پر مټ ترسره کوي. دغه غونډه چې نن د روان کال، لیندۍ میاشتې په پنځمه نیټه، د کمیسیون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د نوموړې ادارې مشرتابه غړو پکې ګډون کړی ؤه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري عملیاتي مرستیالې او چارسمبالې آغلې وسیمه بادغیسۍ او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې له لوري لوی رئیس یی ښاغلي همایون محتاط سند لاسلیک کړ چې موخه یی د پاڼه ییزې تذکرې په ویشلو کې، ددې بهیر په عامه پوهاوۍ او د پاڼه ییزې تذکرې پرمټ د رأی ورکوونکو د نوملړ په چمتو کولو کې، د هوکړې د دواړو لورو نقش دي.

د ټاکنو د قانون د اتمې مادې پر بنسټ، کمیسیون مکلفیت لري ترڅو د رأی اچونې د مرکزو په بیلولو سره، د رأی ورکوونکو نوملړ او فهرست چمتو شي او د یاد قانون د ۳۷مې مادې له مخې، د رأی اچونې په ورځ د عمر اتلس کاله پوره کول، د افغانستان تابعیت لرل، او د رأی ورکوونکو په نوملړ کې ځان ثبتول، د رأی اچونې له شرایطو بللي دي.

دا باید په پام کې ولرو چې د تابعیت تذکره، هغه سند دی چې له مخې یی د وګړو تابعیت او عمر ټاکل کیږي. کمیسیون د خپلو لوستنو او څېړنو په پایله کې پرېکړه وکړه ترڅو د ټاکنو له ترسره کېدو مخکې، په شرایطو پوره رأی ورکوونکو نوملړ ددې سند او ددې قانون ۷۲مې مادې پر بنسټ جوړ او د رأی اچونې په مرکزونو کې د خلکو لپاره ځوړند کړی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو قانون د نهمې مادې پر بنسټ ګڼ تفاهم لیکونه له بنسټونو او ادارو سره لاسلیک کوي چې موخه ترې عادلانه، رڼې او پر وخت ټاکنې دي.

ددې ترڅنګ، څرنګه چې دا یو ملي بهیر دی کمیسیون د قانوني مرستو هیله مند دی چې دا بهیر د خلکو، مدني ټولنو او د حکومت په مرسته بریالی کړي.