انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د بنسټیزو سمونو د پلې کیدو او د عادلانه، رڼو او آزادو ټآکنو ته د زمینې برابرونې په موخه د اړونده اجرایی پلان، تګلارو او تلنلارو له مخې د مرکزونو د ارزونې بهیر په بریالۍ توګه پای ته ورسول. د هیواد د ۳۴ ولایتونو د رأی اچونې ټولټال ۷۳۵۵ مرکزونه تر ارزونې او بیا ټاکنې لاندې ونیول شول.

د مرکزونو د ارزونې پایلې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غړو له لوري په علني ناستو کې د رسنیو او مدني ټولنو د استازو ترمخ تصویب شوې. هغه سیمې چې د امنیتي ستونزو له امله ونه ارزول شوې پخپل حالت پاتې دي او د شرایطو پر اساس به پکې بدلون راشي.

زمونږ ګران هیوادوال کولای شي د رأی اچونې مرکزونه د کمیسیون د وبسایټ له لارې، ولایتي دفترونو او د رسنیو له لارې چې خپور شوی یا خپریږي، ترلاسه کړي. کولای شي خپل شکایت او نیوکه ولایتي دفترونو او ټاکنیزو کمیسیونونو سره شریک کړي.

د یادولو ده چې د شکایتونو د څیړلو وروسته او د امنیتي وضعیت د تغییر په صورت کې، کیدای شي د یادو سیمو په مرکزونو کې بدلون راشي څرنګه چې ځیني مرکزونه په نا امنو سیمو کې قرار لري همدارنګه شوي شکایتونه به د ټاکنیزو کمیسیونو له لوري وڅیړل شي او پر بنسټ به یی وروستۍ پریکړه ترسره شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشرتابه غړي او کارکوونکي له ګرانو هیوادوالو او ټاکنیزو شریکانو څخه مننه او کورودانۍ کوي او تمه لري چې په راتلوونکې برنامو په ځانګړې ډول د رأی ورکوونکو نوم لیکنه کې چې تر لاس لاندې ده، له مونږ سره مرسته وکړي ترڅو د ټولو ملي برنامو بریالې ترسره کیدل باوري شي. ترڅنګ یی د رسنیو، څاروونکو او کتوونکو بنسټونو څخه هم مننه او همدارنګه هیله ترې کیږي چې خپلې کره څارنې او کتنې باندې یی دا بهیر روڼ کړ چې منلې ټاکنې ترسره کړای شو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د افغانستان شریف ولس سره ژمنه کوي چې د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو لپاره به، سمونې پلې کوي.