د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پایلو د جمعبندۍ او بایومتریکي مالوماتو د تحلیل او تجزیې په جریان کې د خپلو موندنو پر اساس د اړوند قانون، لایحې او طرزالعمل له مخې پرېکړه وکړه چې د ځينو محلونو رایې تفتیش او بیا وشمېرل شي په ۲۷ ولایتونو کې د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر په عادي ډول پای ته ورسېد؛ خو په اوو ولایتونو (تخار، سرپل، بدخشان، جوزجان، فاریاب، بغلان او پنجشیر) کې د ځينو ټاکنیزو ډلو د نیوکو له امله پیل نشو.

په دغو ولایتونو کې د کمیسیون دفترونه د روان کال د لړم د میاشتې له ۱۸مې تر اوسه بند پاتې شول. په دغه موده کې کمیسیون د ټاکنیزو ډلو په ځانګړي ډول ثبات او همپالنې له صلاحیت لرونکو استازو سره ناستې درلودې او د هغو موضوعاتو په اړه یې مالومات ورکړل چې دوی یې په اړه شک لاره. د دې تر څنګ یې نورو ښکېلو خواوو ته هم مالومات ورکړل. 

کمیسیون مالوماتي غونډه جوړه کړه چې د نوماندانو، سیاسي ګوندونو، نړیوالو بنسټونو، رسنیو او نورو ښکېلو خواوو استازو ګډون پکې لاره او پر دغو موضوعاتو یې په تفصیل بحث وکړ. همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۸د لیندۍ په ۲۲مه دې ورته مشورتي غونډه جوړه کړه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې قدرداني کوي. 

د ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پرېکړه کړې چې په یادو اوو ولایتونو کې د بیا شمېرنې او تفتیش له بهیر سره همکاري وکړي، موږ دا یو مثبت ګام بولو او دا اقدام د نوماندانو او د دوی د پلویانو لخوا د قانون، لایحو او طرزالعملونو مراعاتولو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپلواکۍ ته د دوی پاملرنې په اړه هیله زیاتوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون سبا یکشنبې (د ۱۳۹۸ د لیندۍ په ۲۴مه) د پاتې اوو ولایتونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پیلوي. د ښاغلو نوماندانو له ټولو څارونکو او بنسټونو له کتونکو جدي هیله کوو چې د تفتیش او بیا شمېرنې د بهیر د څارنې تر څنګ د څارونکو او کتونکو کړنلاره مراعات کړي او د دغه بهیر په بشپړولو کې همکاري وکړي. 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه خپله بې طرفي ساتلې، خپلې دندې یې د قانون مطابق مخ ته بېولې دي او ژمن دی چې تر دې وروسته به هم د قانون، لایحو او طرزالعملونو په رڼا کې په پوره خپلواکۍ عمل کوي او د ټاکنو پایلې به په شفافیت اعلانوي.