انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک او ټویټر کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رییسې حوا علم نورستاني په نوم جعلي پاڼې داسې سیاسي او ټاکنیز مسایل خپروي چې د کمیسیون په رییسه پورې اړه نه لري.

مېرمن نورستاني د دغو اوازو د ردولو تر څنګ وویل چې نوموړې د رسمي موضوعاتو لپاره د فیسبوک او ټویټر په ګډون له ټولنیزو رسنیو څخه ګټه نه اخلي.

هغه ټولنیزې رسنۍ چې د مېرمن نورستانۍ له ادرسه سیاسي او ټاکنیز مسایل خپروي، د دغه بنسټ په رییسه پورې هېڅ اړه نه لري او د نوموړې نظریات نه دي.