د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون نیوکو ته د رسېدنې لپاره لاریونونه د خلکو اساسي حق او د دیموکراسۍ د اصولو د نهادینه کېدو لپاره مهم ګڼي. دغه بنسټ د قانون پر اساس په ټول هېواد کې د ټاکنو د ترسره کولو مسوولیت لري او د خلکو د رایو د ساتنې او هغو قوانینو، مقرراتو، لایحو او طرزالعملونو د مراعاتولو مکلفیت لري چې د ټاکنو په برخه کې تصویب شوي دي.

کمیسیون د خپل وظیفوي مسوولیت په درک کولو تل پر معتبرو مدارکو او شواهدو ولاړو قانوني نیوکو ته ځواب ورکولو ته حاضر دی او خلکو او قانون ته ځان ځواب ویونکی ګڼي. له دې امله د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هغو نیوکه کوونکو مننه کوي چې خپل غږ یې په سوله ییز ډول دغه بنسټ ته ورساوه او دوی ته د ځواب ویلو لپاره لاندې ټکو ته اشاره کوي:

  1. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د قانون او خپلواکۍ د اصل پر اساس د خلکو د رایو ساتنه کړې او په هېڅ ډول شرایطو کې یې اشخاصو، ډلو یا بنسټونو ته د لاسوهنې حق نه دی ورکړی او نه یې ورکوي.
  2. کمیسیون د ټاکنو ټول پړاوونه د نافذه قوانینو، لایحو او د کمیسیون له تصویب شوو طرزالعملونو سره سم مخ ته بیايي.
  3. کمیسیون د ټاکنو ټولو ښکېلو خواوو په ځانګړي ډول د ولسمشرۍ درنو نوماندانو او د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي چې یوازې هغه رایې د منلو دي چې بایومتريکي اساس ولري.

همدارنګه کمیسیون یو ځل بیا د خلکو د سوله ییزو نیوکو قدرداني کوي او د ټاکنیزو مسایلو په اړه د دوی د حوصلې او د هغو د تعقیب له امله مننه ترې کوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټولو ښکېلو خواوو، سیاسیونو او په ځانګړي ډول د ولسمشرۍ له درنو نوماندانو غواړي چې د پاتې اوو ولایتونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې په برخه کې همکاري وکړي او پرېږدي چې کمیسیون خپل قانوني مکلفیتونه د قانون د احکامو او تصویب شوو طرزالعملونو سره سم ترسره کړي. له دې امله کمیسیون له ټولو هېوادوالو غواړي چې د ټاکنو د پایلو د اعلان په موخه، د دې تر څنګ چې صبر او حوصله کوي، له کمیسیون سره همکاري وکړي تر څو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پای ته ورسوي او د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې څومره چې زر کېږي، اعلان کړي.

د یادولو ده چې د ټاکنو قانون ۸۶مادې کمیسیون ملکف کړی چې «د موجه شکایاتو د شتون یا د رایو د صندوقونو په اړه د جرم یا سرغړونې د ښکاره نښو د لیدلو په صورت کې اړوند صندوقونه قرنطین او د څارونکو، کتونکو، رسنیو او نوماندانو د استازو په حضور کې یې وڅېړي.» پر دې اساس کمیسیون تر څېړنې(تفتیش او بیا شمېرنې) وړاندې رایې نشي باطلولای.