د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شفافیت د تامین او د خلکو د واقعي رایو د حفاظت په موخه د 8329 هغو محلونو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پرېکړه وکړه چې ستونزې پکې وې. د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش اصلي موخه په هغو محلونو کې د منل شوو او نامنل شوو رایو پېژندل دي چې د قانون، لایحو او طرزاالعملونو له مخې ستونزه لري.

د رایو تفتیش او بیا شمېرنه د لړم(عقرب) په اتلسمه پیل شوه؛ خو دغه پروسه د ځينو ټاکنیزو ټیمونو د نیوکو او د دوی اندېښنو ته د کمیسون لخوا د ځواب ویلو په موخه څلور ورځې ودرېده. د ټاکنیزو ټيمونو له استازو سره تر خبرو اترو او تخنیکي ناستو وروسته بېرته پیل شوه چې تر اوسه په ۲۴ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر بشپړ شوی، په درېیو ولایتونو کې په نارمل ډول روان دی او په اوو نورو ولایتونو کې د ځينو ټاکنیزو ټيمونو د نیوکو له امله تر اوسه نه دی پیل شوی.

د ۲۳ولایتونو مواد مرکز ته رارسېدلي چې د پایلو د فورمونو د انټيک او سکن پروسه یې د پایلو راټولولو په ملي مرکز کې جریان لري. د نورو ولایتونو مواد به چې د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پکې پای ته رسېدلی ډېر زر راورسېږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو قانون د ۸۶مادې، د رایو د جمعبندۍ د لایحې د نهمې مادې او د تفتیش د لایحې د نهمې مادې د یوولسمې برخې پر اساس د ۱۰۵مه شمېره پرېکړه لیک له مخې د ۲۴۲۳محلونو رایې ځانګړي تفتیش او بیا شمېرنې ته راجع کړې. اوس له هغو ولایتونو څخه چې د تفتیش او بیا شمېرنې مواد یې مرکزي دفتر ته رارسېدلي د ۲۴۲۳محلونو له جملې د ۱۱۹۰محلونو د تفتیش او بیا شمېرنې پایلې له ځانګړي راپور سره رارسېدلې دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي د ۱۱۹۰محلونونو د بیا شمېرنې او تفتیش د راپورونو او چک لیست تر ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې له دې ډلې د ۱۱۷۹محلونو رایې د اعتبار وړ نه دي.

موږ څو ځله اعلان کړی چې د کمیسیون غړو ته یوازې هغه رایې د منلو دي چې بایومتریکي اساس ولري. منل شوې او نامنل شوې رایې د اړوند قانون، لایحو او طرزالعملونو په وسیله پېژندل کېږي. موږ افغانانو او د ټاکنو ټولو ښکېلو خواوو ته ډاډ ورکوو چې د کمیسیون د کار په بهیر او تصمیم نیولو کې هېڅ ډول اړیکې او طرفداري نه پالل کېږي، بلکې د کمیسیون قانون، لایحې او طرزالعملونه معیار دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تل ټولو افغانانو ته ځواب ویونکی دی. تل یې د ښکېلو خواوو او ټاکنیزو ټیمونو نظرونه او اندونه اورېدلي دي او د قانون او طرزالعملونو په رڼا کې یې په پام کې نیولي دي. د کمیسیون دروازه اوس هم د هغو ټاکنیزو ټيمونو پر مخ پرانیستې ده چې نیوکه لري او که یې قناعت حاصل نشو، د ټاکنو د قانون مطابق خپلې نیوکې او شکایتونه په اړونده مرجع کې ثبتولای شي.

په پای کې یو ځل بیا د ټولو امنیتي ځواکونو او ښکېلو خواوو قدرداني کوو چې له کمیسیون سره صادقانه همکاري کوي. همدارنګه له ټولو ټاکنیزو ټیمونو غواړو چې اجازه ورکړي چې کمیسیون خپل کار له قانون سره سم ترسره کړي او د ۱۳۹۸ د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اعلانولو د افغانانو انتظار پای ته ورسوي.