د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ښاغلو غړو، خبریالانو، د کمیسیون دایمي درنو رسنیزو همکارانو او د افغانستان لوی ملته!

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۸ د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو د جمعبندۍ په جریان کې دی. د جمعبندۍ یو مهم پړاو د پاکو او ناپاکو رایو پېژندل دي. کمیسیون په دې موخه هغه محلونه تفتیش او بیا شمېرنې ته راجع کړي چې د دغه بنسټ د تصویب کړي قانون، لایحو او طرزالعملونو  پر اساس یې ستونزې درلودې، چې د خلکو واقعي رایې چې یو امانت دی، وپېژندل شي، تقلبي رایې بېلې او باطلې شي. 

کمیسیون په ۳۴ولایتونو کې د بیا شمېرنې او تفتیش د بهیر د ښه پلي کولو په موخه تیاری ونیو. کارکوونکي په سم ډول وروزل شول. ۳۴ولایتونو ته تخنیکي وسایل او امکانات برابر شول. ټولو ښکېلو خواوو ته پر وخت اطلاعات ورسول شول. د نوماندانو څارونکي او کتونکي په ښوونیز ډول رهنمايي شول او د لا ډاډ لپاره د مرکز ي دفتر لخوا ټولو ولایتونو ته تخنیکي پلاوی واستول شو. 

د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر د لړم له ۱۸مې تر ننه په شلو ولایتونو کې پیل شوی چې دغه بهیر په بادغیس کې پای ته رسېدلی او د کمیسیون د ولایتي دفترونو د راپورونو پر اساس په ۱۴نورو ولایتونو کې ځينو ټاکنیزو ټيمونو د بیا شمېرنې او تفتیش پر بهیر نیوکه لري. 

کمیسیون د شفافیت او منل شوو او نامنل شوو رایو د بېلولو لپاره  د پایلو راټولولو د ملي مرکز ټول مالومات د ډيجیټلي مرکز له مالوماتو سره پرتله کړي او وروسته یې له هغو مالوماتو سره مطابقت ورکړی چې درملوک کمپنۍ تحلیل او تجزیه کړي وو. پر دې اساس د رایې ورکولو د ۲۹۵۸۶محلونو له ډلې نه چې د ټاکنو ورځې ته پام کې نیول شوي وو، ۲۶۵۸۰محلونه پرانیستي او ۳۰۰۶ محلونه تړلي وو. د دغو پرانیستو محلونو له ډلې چې د پایلو فورمونه یې د پایلو راټولولو مرکز ته رارسېدلي او له بایومتریکي مالوماتو سره مطابقت ورکړل شوی ۸۲۵۵محلونو د لایحو او طرزالعملونو پر اساس ستونزې درلودې چې کمیسیون په پوره دقت او د منل شوو او نامنل شوو رایود پېژندلو په اړه د قانون، لایحو او طرزالعملونو د احکامو په مراعاتولو له ۱۰۴، ۱۰۵شمېره پرېکړه لیکونو سره سم تفتیش او بیا شمېرنې ته راجع کړي دي. 

د افغانستان د خلکو او ټاکنو د ټولو ښکېلو خواوو د لا ډاډ لپاره یو ځل بیا ټینګار کوو چې یوازې هغه رایې د منلو دي چې بایومتریکي اساس ولري او له لایحو او طرزالعملونو سره سمې وي. ځينو ټاکنیزو ټیمو د غیربایومتریک رایو د منل کېدو له امله جدي اندښنه څرګنده کړې . موږ د دوی اندېښنه درک کوو او ترې غواړو چې د کمیسیون پرېکړو ته جدي پام وکړي، په ځانګړي ډول د ۲۴۲۳محلونو په اړه چې د ۱۰۵مه شمېره پرېکړه لیک پر اساس ځانګړې بیا شمېرنې او تفتیش ته راجع شوي دي. کمیسیون د ټاکنو قاتون د ۸۶مې مادې او رایو ټولونې د لایحې د نهمې مادې او د رایو د تفتیش، بیا شمېرنې او باطلولو د لایحې د نهمې مادې د یوولسم جز د احکامو پر اساس مکلف دی چې هغه بکسونه چې د درغلۍ نښې پکې وي، وپلټي(تفتیش یې کړي او بیا یې وشمېري). دغه تفتیش او بیا شمېرنه کمیسیون ته د تصمیم نیولو زمینه برابره کړي، پر دې اساس د کمیسیون لخوا تر بیا شمېرنې او تفتیش وړاندې د دغو محلونو د رایو د منل کېدو او باطلېدو په اړه قضاوت تر وخت مخکې دی. موږ د دغو مواردو تر تفتیش او بیا شمېرنې وروسته له قانون، لایحو او طرزالعملونو سره سم د دغو رایو د منلو یا باطلولو په اړه پرېکړه کوو او د افغانستان خلکو او نوماندانو ته یې په ټاکلي وخت اعلانوو. 

کمیسیون تصمیم لري چې ټول افراد او کارکوونکي چې د رایې ورکولو په ورځ یې سرغړونې کړي یا یې د قانون خلاف عمل کړی دی، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته وروپېژني. د کمیسیون څېړنې د بشپړېدو په حال کې دي. د کار له پای ته رسېدو سره به دغه افراد په رسمي ډول اړوندو قانوني مراجعو ته وروپېژنو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هر وخت د ټاکنیز مهالوېش د رعایتولو پوره هڅه کړې ده؛ خو له بدغه بېلابېل عوامل د دې لامل شول چې ابتدايي پایلې پر وخت اعلان نشي. د ټاکنو په ورځ د ټاکنیزو شبکو د خدماتو نشت، په ټاکلي وخت مرکزي سرور ته له بایومتریک دستګاوو د مالوماتو نه لېږد، د درملوک کمپنۍ د جواز د وخت پوره کېدل، د ځینو ټاکنیزو ټیمونو لخوا نیوکې او کارځایونو تړل، د درملوک کمپنۍ لخوا د رایه ورکوونکو د تحلیل او تجزیه شوو مالوماتو ناوخته رسېدل او... د دې لامل شول چې د ابتدايي پایلو اعلان وځنډېږي. اوس هم د ځينو ټاکنیزو ټیمونو لخوا د ځينو ولایتي دفترونو تړل کېدو ته خواشیني یو چې ابتدايي پایلې د لړم په ۲۳مه اعلان نشي. 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ژمن دی چې پاتې ټول ټاکنیز فعالیتونه په بې پوره بې طرفۍ او شفافیت ترسره کوي، له ښاغلو نوماندانو او ټولو ښکېلو خواوو جدي هیله کوو چې له کمیسیون سره د قانون، لایحو او طرزالملونو مطابق همکاري وکړي.