د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۸ د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلان په درشل کې دی. د پایلو راټولولو له ډيجیټلي مرکز سره د پایلو راټولولو د ملي مرکز د مالوماتو تر مقایسې وروسته بله مهمه ستونزه د درملوګ شرکت لخوا هغه رالېږل شوي بایومتریکي مالومات دي چې مرکزونه او محلونه یې د کمیسیون د قانون، لایحې او طرزالعملونو له مخې بیا شمېرنې او تفتیش ته اړتیا لري.

کمیسیون څو ورځې وړاندې په مرکز او ولایتونو کې په دې موخه ټولې لازمې تخنیکي او عملیاتي تیارۍ ونیولې. د کارکوونکو د روزلو پروګرام په ۳۴ولایتونو کې په بریالیتوب ترسره شو. هر ولایت ته پلاوی وټاکل شو. د بیا شمېرنې او تفتیش تخنیکي مواد د ملي او نړیوالو څارونکو، کتونکو او رسنیو په حضور کې بسته بندي شول او ولایتونو ته د انتقال په حال کې دي.

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د افغانستان لوی ملت او د ټاکنو ښکېلو خواوو ته ډاډ ورکوي چې قانون، لایحې او تصویب کړي طرزالعملونه به پلي کوي، د خلکو د رایو د امانت غوندې ساتنه کوي او تورې رایې به له سپینو بېلوي. د کمیسیون مشرتابه پلاوي ته یوازې هغه رایې د منلو دي چې بایومتریکي اساس ولري او د دغه بنسټ له لایحو او طرزالعملونو سره سمې وي.

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټولو ښکېلو خواوو په ځانګړي ډول څارونکو، کتونکو، رسنیو او په ځانګړي ډول ټاکنیزو ټیمونو غواړي چې د کمیسیون په ولایتي دفترونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش د بهیر ځارنه او کتنه وکړي، همدارنګه د ټاکنو قانون له نهمې او لسمې مادې سره سم له کمیسیون سره همکاري وکړي او په دغه بهیر کې بنسټیز رول ولري.

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو په کچه د رایو تر تفتیش او بیا شمېرنې وروسته اړوندې پایلې په مرکزي دفتر کې پلې کوي او د امکان په صورت کې ډېرې زر ابتدايي پایلې اعلانوي.