انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو قانون د ۷۷مې مادې د دویمې فقرې له حکم سره سم د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان مکلف دي چې د ټاکنیزو مبارزو د تمویل د سرچینو او مالي لګښتونو په اړه کمیسیون ته دقیق راپور ورکړي. د دغې مادې له درېیمې فقرې سره سم نوماندان د بهرنیو وګړو او هېوادونو او په افغانستان کې د دوی د سیاسي نمایندګیو مالي مرستې نشي منلی او ترلاسه کولای.

د ټاکنو قانون د ۷۸مادې په څلورمه ماده کې ذکر شوي چې د نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو د مالي چارو د راپورونو څرنګوالی او کمیسیون ته یې وړاندې کول د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو د مالي چارو په لایحه کې تنظیمېږي.

د دغې لایحې د یوولسمې مادې د حکم پر بنسټ د ۱۳۹۸ د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان باید کمیسیون ته د خپلو ټاکنیزو مبارزو د مالي چارو دوه راپورونه ورکړي. د دغو راپورونو د وړاندې کولو نېټې په ترتیب د ۱۳۹۸د وږي له څلورمې تر اتمې او د دغه کال د تلې څلورمه او پنځمه دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوماندانو د مالي چارو راپورونه په خپله ویبپاڼه http://www.iec.org.af/prs/cfms-prs کې خپاره کړي او موضوع یې په رسمي ډول د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون سره شریکه کړې ده.

د اړوندې لایحې له احکامو سره سم "که خلک، رسنۍ یا کتونکي او څارونکي بنسټونه ومومي چې نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو د مرستو، لګښتونو او فعالیتونو د یوې برخې په اړه کمیسیون ته راپور نه دی ورکړی، له ناقانونه سرچینو یې ترلاسه کړې او یا یې د دغې لایحې احکام تر پښو لاندې کړې دي، کولای شي چې موضوع په مستند ډول د ټاکنو یا ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون سره شریکه کړي.

همدارنګه څارونکي او کتونکي کولای شي چې د نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو د مالي چارو په اړه د خپلو موندنو پایلې له ټاکنو کمیسیون، ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون او رسنیو له کمېټې سره شریکې کړي."