د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له مشرتابه پلاوي سره وکتل. په دغه لیدنه کې یادې ډلې د کمیسیون مشرتابه پلاوي ته د ټاکنو د بریالي ترسره کولو مبارکي ورکړه، له دغې پروسې یې ملاتړ څرګند کړ او په راتلونکي کې یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنه وکړه.

د کمیسیون له مشرتابه پلاوي سره د امریکا د سفیر لیدنه ۱۳۹۸ د تلې ۲۲مه د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه پلاوي د امریکا سفیر جان بس ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه:« موږ د امریکا متحده ایالاتو د مالي او تخنیکي مرستو مننه کوو. کمیسیون په شفاف او بې طرفه ډول د پایلو پر راټولولو بوخت دی او داسې پایلې به اعلانوو چې د منلو وړ وي.»

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه پلاوي د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د ۱۳۹۸ د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو راټولولو وروستي مالومات له رسنیو سره شریک کړل.