د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه غړو، د کمیسیون د دارالانشاء د مرکزي ریاستونو له رییسانو سره د ولایتي شورا او د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو، د دارالانشاء مرکزي ریاستونو د راپورونو، بودیجې او د دارالانشاء ریاست ته د ورسپارل شویو دندو په هکله د کمیسیون د مرستیال ښاغلي سید عصمت الله مل په مشرې د کمیسیون دنننه ناسته ترسره کړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه غړو، د کمیسیون د دارالانشاء له مرستیالانو او مرکزي رییسانو سره د کارکوونکو د ګمارنې د ټاکنو د ورځې د کارکوونکو د تنخواوو، بودیجې، تدارکاتو او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون سره د همغږۍ، په هکله د کمیسیون دنننه د کمیسیون مرستیال ښاغلي سید عصمت الله مل په مشرې خپلمنځنۍ ناسته ترسره کړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه مېرمن حوا علم نورستاني او ورسره پلاوی د یوه رسمي سفر په ترڅ کې هند ته ولاړل او ټاکل شوې چې د فیمبوسا په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړي.