د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه پلاوي د ټاکنو د ترسره کېدو او پایلو د فورمونو د راټولولو د ځرنګوالي په اړه د کاناډا له سفیر دیو مت کلف(Dave metcalfe) سره د کمیسیون په تالار کې وکتل.

د کمیسیون مشرې مېرمن حوا علم نورستانۍ د ټاکنو له پروسې نه د نړیوالې ټولنې د همکارۍ او مادي او معنوي ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه:« له بېلابېلو امنیتي ستونزو سره سره د نړیوالو همکارانو په مرسته پر دې بریالي شوو چې په لومړي ځل په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو له لیست او بایومتریک وسایلو نه په ښه ډول ګټه واخلو او باور رامنځته کړو.» مېرمن نورستانۍ زیاته کړه چې د مالوماتو د ثبت په دواړو مرکزونو کې د پایلو د فورمونو ثبتول په ښه ډول روان دي، د دغې پروسې د شفافیت لپاره هره ورځ لسګونه رسنۍ او ملي او نړیوال څارونکي د پروسس څارنه کوي او موږ به له خپل پلان او ټاکنیز مهالوېش سره سم د ټاکنو پایلې اعلان کړو.

ښاغلی مت کلف د ټاکنو د بریالي ترسره کېدو له امله خوښ و، د ټاکنیزو کمیسیونونو کارونه او همغږي یې وستایله او د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د څېړلو، مطابقت او داخلولو جریان یې وکوت.