د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي دفترونو د مدني ټولنې او ښځو د حقوقو له فعالانو، د سیاسي ګوندونو له استازو او په ټاکنو کې له ښکېلو خواوو سره د همغږۍ او مالوماتو شریکولو په موخه ولایتي غونډې وکړې.

د دغو ناستو موخه د مرکزي او ولایتي دفترونو په کچه له مدني ټولنې سره دوامداره اړیکه او د ټاکنو له پروسې نه د ښکېلو اړخونو د ملاتړ او همکارۍ جلبول وو.

د رارسېدلو راپورونو له مخې په هره ناسته کې پنځوسو تنو مدني فعالانو، د سیاسي ګوندونو استازو او د ښځو حقوقو فعالانو ګډون درلود.

په دغو ناستو کې د ولایتي دفترونو د مسوولینو لخوا پر وړاندې شوو معلوماتو بحثونه وشول او نظرونه وړاندې شول. یادو خواوو په دغه برخه کې له ولایتي دفترونو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې په ولایتي دفترونو کې د ټاکنو له نورو ښکېلو اړخونو سره دغه ناستې دوام لري.