د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جندر امریت د ۳۴ولایتونو د جندر مدیرانو ته د ټاکنو د پروسې په اړه د زده کړو یو ورځنی ورکشاپ جوړ کړ. دغه ورکشاپ د کمیسیون په مرکزي دفتر کې جوړ شوی و.

د کمیسیون د دارالانشا رییس ښاغلي حبیب الرحمن ننګ د ولایتونو د جندر مسوولینو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه:« په ټاکنو کې د ښځو ګډون ډېر ارزښت لري. دا ستاسو دنده ده چې ښځې په ټاکنو کې ګډون ته وهڅوئ. د دې کار لپاره باید یو واضح پلان ولرئ، چې پیغام په واضح او دقیق ډول خلکو ته ورسوئ.»

وروسته د دارالانشا د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي علي شاه مصباح د دولتي، فرهنګي او ټولنیزو بنسټونو، د ښځو د حقوقو فعالانو او د کلیو د شوراګانو مسوولینو په کچه د جندر د فعالیتو د همغږۍ او تنظیم او د ښځو د کمي او کیفي حضور د همغږۍ په اړه معلوماتي سیمینار ورکړ.

ښاغلي مصباح له دوی نه وغوښتل چې د دغو بنسټونو د جندر له برخو سره د بېلابېلو ناستو په وسیله په دغو ټاکنو کې د ښځو ګډون زیات کړي.

همدارنګه په دغه ناسته کې د جندر د امریت لخوا د دغه امریت د جوړښت، د جندر د کنوانسیونونو او په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په اړه د یوه سیمینار په ترڅ کې معلومات ورکړل شول.

دغه پروګرام د روان کال د وږي میاشتې په نهمه نېټه د کمیسیون د رسنیو په مرکز کې جوړه شوی و چې د دارالانشا عمومي رییس حبیب الرحمن ننګ، د کمیسیون د دارالانشا د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال ډاکټر محمدعثمان فروتن او ولایتي مدیرانو ګډون پکې درلود.