د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنیزو زده کړو ریاست د ۳۴ولایتونو رییسانو ته د ټاکنو د پروسې په اړه د کمیسیون په مرکز کې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ کړ.

په پیل کې د کمیسیون رییسې حوا علم نورستانۍ ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او رییسانو ته په خطاب کې یې وویل:« خپلې دندې په پوره رښتنولۍ او ایماندارۍ مخ ته بوزئ، د کمیسیون مشرتابه پلاوی تل ستاسو په خدمت کې دی چې ستونزو ته مو رسیدګی وکړي.» مېرمن نورستانۍ زیاته کړه:« د ټاکنو ترسره کول زموږ او ستاسو تاریخ جوړوونکی رسالت دی، له همدې امله د کمیسون رهبري او دارالانشا په ګډه هڅه کوي چې پر خپل وخت (د تلې په شپږمه) شفافې او ټولشمولې ټاکنې ترسره کړي. نوموړې له رییسانو وغوښتل چې د هېڅ زورواکي او معامله کوونکي غوښتنې ونه مني.

د کمیسیون مرستیال ښاغلي سیدعصمت الله مل رییسانو ته اخطار ورکړ چې که پر خپل وخت له کوم قانوني عذر پرته په خپله دنده کې حاضر نه وي، قانوني چلن به ورسره وشي.

وروسته د کمیسیون غړي ښاغلي اورنګزیب وویل:« ټول هغه کارکوونکي چې د ټاکنو ترسره کول یې پر غاړه دي، باید د بې طرفۍ او مسلکیتوب اصل وساتي چې په هېواد کې تاریخ جووړونکې ټاکنې ترسره شي. د ټاکنو په اړه د اوسنيو رایه ورکوونکو، ګوندونو او څارونکو پوهه له مخکنیو هغو سره توپیر لري. موږ باید داسې ټاکنې ترسره کړو چې ټولو ته د منلو وي او دا ستاسو په هڅو پورې اړه لري.

نوموړي د کمیسیون د کارکوونکو د ګومارنې پروسه د کمیسیون یوه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې دغه پروسه ۹۵فیصده بشپړه شوې ده. ښاغلي اورنګزیب د حکومت د دویمو واحدونو د همکارۍ د جلبولو لپاره د کمیسیون د مشرتابه پلاوي سفرونه د ټاکنو د پروسې د شفافیت لپاره مهم وبلل.

له بلې خوا ګډونوالو د ګومارنې، امنیتي ستونزو، موادو د لېږد، څارونکو او کارکوونکو د معاشونو په اړه پوښتنې وکړې چې اړوندو ریاستونو ځوابونه ورته وویل.

په ورته وخت کې د کمیسیون د دارالانشا عملیاتي مرستیال ډاکټر محمدعثمان فروتن د یوه سیمینار په ترڅ کې د دارالانشا د عملیاتي فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل:« ستاسو سیستماتیکه او پلان شوې څارنه دغه پروسه بریا ته رسوي او د ښو اجرااتو لپاره دې د مکافاتو او مجازاتو د اصل د پلي کولو هڅه وشي.»

د یادونې وړه ده چې په دغه ورکشاپ کې د ټاکنیزو زده کړو د ریاست لخوا دوی ته د رایې ورکولو د طرزالعمل، رایې شمېرلو او د بایومتریک دستګاوو د پروسیجر او کارونې په اړه عملي زده کړې ورکول کېږي. همدارنګه د ښوونیزو پروګرامونو، مالي او اداري چارو، د باورلیکونو د ورکړې، د عامه پوهاوي د پروګرامونو، د ساحوي کارکوونکو د ګومارنې، جندر، داخلي پلټنې او حساسو موادو د لېږد په اړه د اړوندو ریاستونو لخوا معلومات ورکول کېږي.

دغه ورکشاپ د روان کال د وږي په نهمه د کمیسیون د زده کړو په مرکز کې جوړ شوی و چې د کمیسیون رییسې حوا علم نورستانۍ، مرستیال سیدعصمت الله مل، منشي او کمیشنر مسافر قوقندي، کمیشنرانو محمدحنیف دانشیار، اورنګزیب، مېرمن رحیمې ظریفي، د دارالانشا عمومي رییس حبیب الرحمن ننګ، د دارالانشا عملیاتي مرستیال ډاکټر محمدعثمان فروتن، د دارالانشا د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي علي شاه مصباح او د ۳۴ولایتونو د ولایتي دفترونو رییسانو ګډون پکې کړی و.