د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ډاکټر حبیب الرحمن ننګ د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د دغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې جوړ شوی و، د حساسو ټاکنیزو موادو د لېږد د لړۍ د پیل خبر ورکړ.

په دغه ناسته کې ښاغلي ننګ د هېواد له شریفو خلکو، امنیتي ځواکونو، د رسنیو له استازو او د ټاکنو له دایمي ملاتړو مننه وکړه او زیاته یې کړه:« له ټاکنیز مهالوېش سره سم نن ( د وږي اتمه) د لېږدولو لړۍ پیل شوه او د روانې میاشتې تر دوه ویشتمې نېټې به د ولایتونو په کچه بشپړه شي.»

د کمیسیون د دارالانشا د رییس په وینا د ټاکنو د ملي پروسې بریالي ترسره کېدل د خلکو، دولت او ښکېلو خواوو همکارۍ ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه:« له څارونکو او کتونکو بنسټونو څخه هیله کوو چې د ټاکنیزو موادو د بسته بندۍ او لېږدولو جدي څارنه او کتنه وکړي.»

د دارالانشا مشر د هېواد له شریفو خلکو څخه هیله وکړه چې د ۱۳۹۸د تلې د شپږمې په ټاکنو کې د پراخ ګډون په وسیله د خلک محوره نظام بنسټونه نور هم کلک کړي.

یاده ناسته د روان کال د وږي په اتمه نېټه جوړه شوې وه چې د دارالانشا عمومي رییس حبیب الرحمن ننګ، عملیاتي مرستیال ډاکټرمحمدعثمان فروتن، د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال علي شاه مصباح، د کمیسیون نورو اړوندو رییسانو او د نړیوالې ټولنې همکارانو ګډون پکې درلود.