د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوي د ټولو کارکوونکو په استازیتوب د افغانستان او د اسلامي نړۍ ټول ملت ته د لوی اختر د رارسېدلو سره سم د مبارکې مراتب وړاندې کوي.

ګرانو هېوادوالو!

اوس د ټاکنو د ترسره کولو په درشل یو، له هغه ځایه چې ټاکنې د دیموکراسې بنسټ شمېرل کېږي؛ د ټاکنو خپلواک کمېسیون له افغانستان نجیب ملت څخه تمه لري چې په خپل ګډون په دغې ملي او حیاتي پروسه کې د خپل هېواد راتلونکې وټاکي او افغانستان د یوې واقعي دېموکراسې په لور سوق کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوي شپه او ورځ هڅه کوي چې د رنو او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو لاره برابره کړي.