د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو  کمیسیون د دارالانشاء عمومي رییس ښاغلي حبیب الرحمن ننګ او د دغې برخې تخنیکي ټيم په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د تلې د شپږمې نېټې د ټاکنو په اړه د تیاري خبر ورکړ.

ښاغلي ننګ وویل، دارالانشاء په مرکز او ولایتونو کې ژمن او متخصص ټیم لري او دغه ټيم د رڼو او منل شوو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره شپه او ورځ په خورا صداقت او ریښتینولې کار کوي.

ښاغلي ننګ زیاته کړه:« دغه کمیسیون د ټاکنو  قانون، لایحو، کړنلارو او د کمیسیون  تصویب شوو مصوبو ته په کتو له ټکنالوژۍ نه په ګټه اخیستنې لومړني کارونه بشپړ کړي، چې د دغې موخې له پاره د احصایې له ملي ادارې نه د بایومتریک تر ۱۸زرو زیات ماشینونه راوړل شوي، د ترمیم چارې یې ترسره او کار اخیستو ته چمتو دي. همدا رنګه له «دارملوک» شرکت سره د بایومتریک د ۱۷زرو نورو دستګاوو تړون هم لاسلیک شوی دی چې د دغو دستګاوو لومړۍ برخه تېره دوشنبه کابل ته راورسېده او دویمه برخه به یې د زمري تر ۱۸مې نېټې بورې راورسېږي.»

نوموړي زیاته کړه:«د رایه ورکوونکو نوملړ د کمیسیون له پرېکړې سره سم د دارالانشاء له خوا تر تصفیې وروسته په دوو بڼو(چاپي او ډیجیټلي) برابر شوی دی. چاپ شوی نوملړ له کړنلارې سره سم له نورو ټاکنیزو توکو سره یو ځای د رایې ورکولو ټولو محلونو ته استول کېږي او ډيجیټلي نوملړ د هر محل په بایومتریک دستګاه کې نصب کېږي؛ چې په دې توګه د ۹۰سلنه درغلیو جدي مخنیوی کېږي.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل:«ټولې اړوندې لایحې او کړنلارې څو کاله وړاندې په جامع او بیلابیلو ډولونو تصویب او کښل شوې وې.

د دارالانشاء دایمي کارکوونکي د ازادې سیالۍ له لارې له ځانګړې کړنلارې سره سم د رڼې پروسې په په ترڅ کې ګمارل شوي او کمیسیون د رایې ورکولو په ټولو هغو مرکزونو کې د ټاکنو ترسره کېدو ته چمتو دی چې؛ نوملیکنه پکې شوې او امنیت یې خوندي وي.

ښاغلي ننګ له رایه ورکوونکو وغوښتل چې د ټاکنو پر پروسه پوره باور ولري او ژمنه یې وکړه چې د دوی د هرې رایې ساتنه به کوي. نوموړي له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او رسنیو وغوښتل چې د ټاکنو د پروسې څارنه او کتنه وکړي چې ټاکنې په سالمه او شفافه بڼه ترسره شي.

د دارالانشاء رهبرۍ، نوماندانو ته په خطاب کې وویل:«له ښاغلو نوماندانو او د دوی له پلویانو جداً هیله کوو چې ټاکنیز احکام، لایحې او کړنلارې په پام کې ونیسي او په دې برخه کې له کمیسیون سره همکاري وکړي. له امنیتي ارګانونو جداً هیله کوو چې د بې پرېتوب په ساتلو د امنیت په ټینګښت کې برخه واخلي او له دولتي چارواکو او کارکوونکو مو هیله دا ده چې د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه ونه کړي او خپل بې پرېتوب وساتي.»

یاد کنفرانس د روان  کال د زمري په اووه لسمه نېټه یعنې تر ټاکنو ۵۱ورځې وړاندې د دارالانشاء د رهبرۍ پلاوي، د مرکزي دفتر رییسانو او رسنیو په ګډون د کمیسیون د په ګدام کې د ټاکنیزو توکو تر څنګ ترسره شو.