د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې مېرمن حواعلم نورستانۍ د دغه بنسټ د ټاکنیزو معلوماتو مرکز یا د ۱۹۰ معلوماتي شمېرې له برخې څخه لیدنه وکړه.

مېرمن نورستانۍ د دغه مرکز د کارکوونکو کړنې وستایلې او زیاته یې کړه: «راپورونه ښیې چې تاسو هر ورځ د خلکو له زرو څخه ډیرو اړیکو ته معلوماتی ځوابونه ورکوې او د دغو اړیکو شمېر د ټاکنو پر بهیر باندې د خلکو د اعتماد او باور ښکارندويي کوي.»

ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه بنسټ په مرکز کې مرکز د ټاکنو په اړه د خلکو د پوهاوي له پاره د ۱۹۰ شمېرې ټلېفوني خدماتي مرکز فعال کړی دی؛ مینه وال کولای شي چې د سهار له ۸ بجو تر شپې ۸ بجو خپل معلومات له دغه مرکز څخه ترلاسه کړي.