د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه غړو د یو شمېر سیاسي ګوندونو له استازو سره د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د رایوو شمېرنې،  د رایې اچونې د لایحو او رايې اچونې په ورځ د بایومټریک د وسیلې کارونې د څرنګوالي په هکله؛ مشورتي غونډه ترسره کړه.

په پېل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې مېرمن حواعلم نورستانۍ د دغه کمېسیون د لاسته راوړنو چې تر دې دمه یې کړې دي؛ ګډونوالو ته معلومات ورکړه.

همدارنګه د دغه کمېسیون غړي ښاغلي اورنګ زیب د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د رایوو د شمېرنې او د رایې اچونې د  لایحو او د رایې اچونې په ورځ د بایومټریک له وسیلې څخه د ګټه اخیستو او ځانګړتیاوو په هکله معلومات ورکړه؛ او وئي ویل: دغه سافت ویر، کولای شي چې د یو کس له څو ځله رایې ورکولو څخه مخنیوی وکړي.

په ادامه کې د کمېسیون غړې مېرمن رحیمې ظريفي د دغه کمېسیون ستره لاسته راوړنه د بایومټریک د دستګاوو د پېرودنې په موخه درملوک کمپنې له مسؤولانو سره، له نږدې خبرې وبللې.

همدارنګه د سیاسي ګوندونو استازو هم په خپل وار په دغه برخه کې خپل نظرونه څرکند کړه او په یاد سافت ویر کې يې د ښځو د انځور په شتون ټینګار وکړ.

 د دغه کمېسیون دوه نوروغړو ښاغلي محمد حنیف دانشیار او مولانا محمد عبدالله هم له دغه سافت ویر څخه د لاسته راغلو پایلو د اعلان، په محلونو کې د څارونکو د شتون او په دغه سافت ویر کې د ښځو د انځور د شتون په اړه معلومات ورکړه او زیاته یې کړه موږ ټول همکاران تل په دې هڅه کې یوو؛ چې د درغلیو کچه صفر ته نږدې کړو.

د بلې خوا د دغه کمېسیون د دارالانشاء عملیاتي مرستیال ښاغلي داکترمحمدعثمان فروتن هم د اړونده برخې د لاسته رواړنو په هکله معلومات ورکړه.

په پای کې د دغه کمېسیون منشي او غړي مسافر قوقندي د یوې جمع بندې په ترڅ کې دغه غونډه پای ته ورسوله.

پا تې دې نه وي چې دغه غونډه د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۷ نېټه د دغه کمېسیون مشرې مېرمن حواعلم نورستانۍ، لومړي مرستیال ښاغلي انجنیرسیدعصمت الله مل، منشي ښاغلي مسافرقوقندي، غړو ښاغلي محمدحنیف دانشیار، ښاغلي مولانا محمد عبدالله، ښاغلي اورنګ زیب، مېرمن رحیمې ظریفي بهرنیو غړو(احمد اسحق حسن، ایولینا روبنسن) او د سیاسي ګوندونو د استازو په شتون کې د دغه کمېسیون په مقام کې ترسره شوه.