د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دولتي کارکوونکو د بایومټریک پروسه د بشری سرچینو د مدیریت د معلوماتو په سیسټم کې(HRMIS) د هغوی د معلوماتو د ثبتونې په موخه  د اداراي اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون له خوا د دغه کمېسیون د مشرې، مېرمن حواعلم نورستانۍ په بایومتریک سره نن رسمآ په دغه کمېسیون کې پېل شوه.

په پېل کې مېرمن نورستانۍ د اداراي اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون له همکاریو چې يې له دغه کمېسیون سره د کارکوونکو د ګمارنې په برخه کې کوي مننه وکړه او په دغه کمېسیون کې یې د بشري سرچینو د مدیریت د معلوماتو د سیسټم (HRMIS) پلي کول اړین کار او د روڼتیا پر لور يې یو بل ګام وباله او همداراز زیاته کړه: موږ چې هرڅومره د ټکنالوژۍ لور ته ورنږدې کېږو هماغه اندازه روڼتیا منځته راځي  او نړۍ سره برابرېږو.

همداشان د اداراي اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د بشري سرچینو د معلوماتو د سیسټم (HRMIS) مسوولې مېرمن زرغونې اسلمي د دغه سیسټم ځانګړتیاوو او کارونې په اړه بشپړ معلومات ورکړه او وئې ویل: په دغه سیسټم کې د دولتي کارکوونکو اړوند ټول معلومات ثبتېږي او د دغه سیسټم یوه ستره ځانګړنه په دولتي اداراتو کې له خیالي کارکوونکو څخه مخنیوی دی.

د یادولو وړ ده چې دغه سیسټم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون له خوا طرحه او په لومړي ځل په دغه کمېسیون کې او ورپسې په نورو دولتي ادارو کې تطبیق شوی دی؛ چې دا دې نن د افغانستان د خلکو د برخلیک ټاکلو بنسټ یعنې په ټاکنو خپلواک کمېسیون کې تطبیق کېږي.

دغه پروسه د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۶ نېټه د دغه کمېسیون د مشرې، مېرمن حواعلم نورستانۍ، غړو، منشي، رئیسانو او کارکوونکو او د اداراي اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون کارکوونکو په شتون کې د دغه کمېسیون په مقر کې پېل شوه.