د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو د خپلواک کممېسیون مشرتابه پلاوي، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له وروستې پرېګړې څخه، د غزني ولایت د خلکو د راولاړ شوي غبرګون د هواري په موخه؛ د دغه ولایت  له قومي مخورو او سپین ږیرو سره وکتل.

د دغه کمېسیون رئیسې آغلې حوا علم نورستانۍ، د غزني ولایت قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ویلو په لړ کې وویل: « په ټولټاکنو کې ګډون د افغانستان د هر وګړي حق دی؛ دا چې د غزني ولایت محترم ولس د ۱۳۹۷ ل.ل کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې د نا امنېو له کبله د دغه بنسټیز حق څخه بې برخې  پاتې شو؛ مونږ او زمونږ بین المللي همکاران ډیر خواشیني یوو؛ کله چې زمونږ نوی ټیم جوړ شو موږ دا هوډ درلود چې د ۱۳۹۸ ل.ل کال د تلې په شپږمه نېټه به درې ګونې ټاکنې ( ولسمشریزې، ولایتي شورا او د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې ) ترسره کوو؛ خو د وخت له کمښت او د مالي ستونزو له کبله زمونږ ټیم او نړېوالې ټولنې یوازې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو پرېکړه وکړه. 

 زه او زما همکاران تاسو او د غزني ولایت محترم ولس ته ډاډ درکوو؛ چې د ولسمشریزو ټاکنو وروسته د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې او د ولایتي شورا ټاکنې ترسره کوو.»

په پای کې يې له هغوې څخه له ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د هر اړخېزې همکارې غوښتنه وکړه.

د غزني ولایت مشرانو په خپل وار د غزني ولایت د خلکو په استازولې، خپلې خبرې د دغه کمېسیون غړو ته واورولې او د دغه ولایت په حوزه ایزه کېدو او د ولسي جرګې د ټاکنو په ترسره کېدو يې ټینګار وکړ او زیاته يې کړه؛ که چېرې د دوې شرطونو ته کمېسیون، حکومت او نړېواله ټولنه غاړه کېنږدي؛ دوې به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون ونکړي.

د دغه کمېسیون غړو هم په خپل وار په دې هکله خپلې وېناوې هغوې ته واورولې او خواخوږې يې څرګنده کړه؛ همداراز له هغوې سره یې په دغه برخه کې د هر ډول همکارې ژمنه وکړه او د هغوې مشروع غوښتونو ته چې د دغه کمېسیون اړوند او په واک کې يې وي مثبت ځواب ووایې؛ په پای کې له هغوې څخه وغوښتل چې په دغې ملي پروسې کې د ګډون له پاره د کليو او بانډو خلک وهڅوي.

دغه لیدنه ه په داسې حال کې ترسره کېږي؛ چې د غزني ولایت خلکو د دغه ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ریاست دروازه د څو ورځو راهیسې د کارکوونکو پر مخ تړلې ده او کارکوونکو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي؛ دا په داسې حال کې ده چې څو موده مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د دغه ولایت د ولسي جرګې ټاکنې او د ولایتي شورا ټاکنې وځنډېدلې او یوازې د ولسمشریزو ټاکنو تقويم اعلان شو.

دا لیدنه د ۱۳۹۸ ل.ل کال د غبرګولي په شلمه نېټه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیسې آغلې حوا علم نورستانۍ، دننېو او بهرنېو غړو د غزني ولایت پخوانی والي او د دغه ولایت نورو قومي مخورو او سپین ږېرو په ګډون د غه کمېسیون په مقر کې ترسره شو.