د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د  ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیسې آغلې حوا علم نورستانۍ د ښځو د چارو د وزارت له پلان او پالیسې معیینې آغلې سپوږمۍ وردګ سره وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د ټاکنو په پروسه کې د ښځو د ملي ګډون د غښتلي کولو د پالسې د تطبیق په اړه؛ د عنوان لاندې هوکړه لیک په اړه خبرې وکړې او دواړو خواوو د ګډو همکارې ژمنه وکړه.

د  ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیسې آغلې حوا علم نورستانۍ، د ښځو د چارو وزارت همکاري په تېرو ټاکنو کې وستایلې او مننه یې ترې وکړه او له هغوې وغوښتل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د ښځو په ټاکنو کې د پراخ ګډون په برخه کې همکاري وکړي.

د ښځو د چارو د وزارت د پلان او پالیسې معیینې آغلې سپوږمۍ وردګ وویل: « د ښځو چارو وزارت ژمن دی چې د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته به تطبیقي پلان جوړ کړي او همدا شان دغه وزارت د ښځو د هڅونې له پاره د عامه پوهاوي په برخې کې بودیجه هم په پام کې نیولې ده.»

دا لیدنه د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۱۹ نېټه د  ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیسې آغلې حوا علم نورستانۍ، د کمېسیون غړې آغلې رحیمې ظریفي، بهرني غړو ، د ښځو د چارو د وزارت پلان او پالیسې معیینې آغلې سپوږمۍ وردګ په ګډون د دغه کمېسیون په مقر کې ترسره شوه.