د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کي تقویتي نوم لیکنه او په غزني ولایت کې سراسری نوم لیکنه رسمآ پېل شوه.

د غه نوم لیکنه د ۲۰ ورځو په ترڅ کې د افغانستان د ۳۳ ولایتونو په  ۴۵۸ مرکزونو کې  د ولسوالیو په مرکزونو کې او د ښاري ناحیو په کچه په یوه مرکز کې تقویتي نوم لیکنه او د غزني ولایت په ۲۴۷ مرکزونو کې سراسري نوم لیکنه ترسره کېږي.

تقویتی نوم لیکنه د هغو کسانو له پاره ده؛ چې د ۱۳۹۸ کال د تلې تر ۶ نېټې پورې د ۱۸ کالو عمر بشپړ کړي، نوي هېواد ته راستانه شوي وي، له یوه محل څخه یې بل محل ته کډه کړئ وياو یا یې تذکره یویجاړه شوې وي.

هغو کسانو چې په غزني ولایت کې یې مخکې نوم لیکنه کړې وه؛ نوم لیکنه یې د اعتبار وړ نده، باید بیاځلي نوم لیکنه وکړي؛ یاده دې وي چې رای ورکوونکي کولای شي د غزني ولایت په ټولو مرکزونو کې نوم لیکنه وکړي.