د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

 د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرتابه پلاوي له خوا د تقویتي نوم لیکنې بهیر پرانیستل شو.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیسې آغلې حوا علم نورستانۍ ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو په لړ کې وویل: «ټاکنو خپلواک کمېسیون ژمن دی چې  د ۲۰ ورځو په ترڅ کې د افغانستان د ۳۳ ولایتونو په  ۴۵۸ مرکزونو کې تقویتي او د غزني ولایت په ۲۴۷ مرکزونو کې سراسري نوم لیکنه ترسره کړي. هغوې زیاته کړه، څارونکي او لیدونکي بنسټونه او رسني کولای شي د خپلو مخکنیو کارتونو په ګتنه له مرکزونو څخه لیدنه وکړی.

هغو کسانو چې په غزني ولایت کې یې مخکې نوم لیکنه کړې وه؛ نوم لیکنه یې د اعتبار وړ نده، باید بیاځلي نوم لیکنه وکړي؛ یاده دې وي چې رای ورکوونکي کولای شي د غزني ولایت په ټولو مرکزونو کې نوم لیکنه وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس ښاغلي حبیب الرحمن ننګ وویل: «د امنیتي ځواکونو په همغږې  ۴۵۸ مرکزونو ته د تقویتي نوم لیکنې او د غزني ولایت ۲۴۷ مرکزونو ته د سراسري نوم لیکنې له پاره مواد ور روان دي؛ چې د دې ډلې ۴۰۸ مرکزونو ته په پوره ډول مواد ورلېږدول شويدي.»

د یادولو وړ ده چې دا پرانیسته د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۱۸ نېټه  د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسې آغلې حوا علم نورستانۍ، کمېشنرانو، مدني بنسټونو او رسنیو په ګډون د نادریې عالي لیسې په مقر کې ترسره شوه.