د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رسنيو کمېټې، له رسنیو سره د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د ټاکنو په بهیر کې د ټولنیزو رسنېو د فعالیتونو د تنظیم لایحې په اړه معلومات شریک کړل.
په دغه کنفرانس کې چې کڼو رسنېو ګډون درلود، د ټاکنو په بهیر کې د ټولنیزو رسنېو د فعالیتونو د تنظیم لایحه د دغې کمیټې د رئیس ښاغلي محمد رفیق صدیقي له خوا تشریح شوه؛ هغه وویل، رسنې د علمي، تخصصي، مسلکي او معیاري اصولو په رعایتولو د ټاکنو د قانون د ۲۷ مادې سره سم د جوړوونکو نیوکو سره په ګډه د دغې ملي پروسې خبررسونه وکړي.
د دغې لایحې پر بنسټ کمېسیون د یو شان آسانتیاو په برابرولو او رسنېو ته د معلوماتو په ورکولو ژمن دی؛ چې ټولنیزې رسنې د واقیتونو، انډول، دقت او د بېپرېتوب پر بنسټ خپل ټاکنیز راپورونه چمتو او خپروي.
د ټاکنو قانون د ۲۷ مادی پر بنسټ، "د ټاکنیزو مبارزو له منصفانه او نا پلوه (بیطرفانه) رپوټ ورکونې او خپرولو څخه د څارنې او له موخو (هدفونو) پالیسیو او اړوند و کړنلارو سره د مغایرو رسنیزو ته د رسیدګی به منظور، د رسنیو کمیټه له دریو غړو څخه جوړه چې لږ ت لږه د هغو یو تن ښځه وي، د نوماندانو د نوم ثبتونې څخه یوه میاشت د مخه، د کمېسیون په واسطه را منځته کیږي.