د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ولایتي دفترونو لخوا د عامه پوهاوي مبلغینو لپاره د ولایتي رییسانو او د ولسوالېو آمرانو په ګډون زده کړنیز ورکشاپ رسمآ پېل شو.

دا ورکشاپ د عامه پوهاوي مبلغینو لپاره د ولایتي دفترونو د مدیرانو او زده کوونکو لخوا د دوه ورځو په ترڅ کې ترسره کېږي؛ په دې ورکشاپ کې د ټاکنو اهمیت، د رای ورکوونکو تقویتی نوم ثبتونه او د عامه پوهاوي د کمپاین پلې کوول؛ خلکو ته د پوهاوي لپاره هغوی ته زده کړه ورکولکېږي.

دا ورکشاپ په داسې حال کې ترسره کېږې؛ چې څه مهال مخکې دغه د ولایتي دفترونو مدیران او زده کوونکې د درې ورځني زده کړنیز ورکشاپ لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرکز ته راغوښتل شوي وو؛ چې دوه ورځې يې د زده ګړو ریاست او یوه ورځ يې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست لخوا زده ګړه ورکړای شوو.

دا ورکشاپ د ۱۳۹۸ لمریز کال د غبرګولي په ۷ نېته د ولایتي رییسانو او د ولسوالېو آمرانو په ګډون د اړونده ولایتونو په ولایتي دفترونو کې؛ رسمآ پېل شو.