انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د کاپیسا، فاریاب، جوزجان، سرپل، تخار، بادغېس، غور، بغلان، هرات او سمنګان ولایتي دفترونو د ټاکنو له اړوندو خواوو سره د همغږۍ او پوهاوي ورکولو غونډې وکړې.

د دغو ولایتونو د ټاکنیزو چارو له ریاستونو څخه د رارسېدلو راپورونو پر اساس، په دغو غونډو کې د ټولنې بېلابېلو قشرونو، په ځانګړې توګه ځوانانو، محصلانو، د ښوونځیو زده کوونکو، استادانو او د ځوانانو استازو پراخ ګډون درلود او موخه یې پر کمیسیون د باور رامنځته کول، د کمیسیون فعالیتونه، د ۱۳۹۸ د ولسمشریزو ټاکنو د ستونزو، ننګونو او د دې بنسټ د راتلونکو برنامو په اړه پوهاوی ورکول و.

په پام کې ده چې دا ډول غونډې په نورو ولایتونو کې هم جوړې شي او د ولایتونو په کچه د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره دوام ولري.