انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسې مېرمن حوا علم نورستاني په خپل کاري دفتر کې د دې بنسټ د داخلي تفتیش له رییس او کارکوونکو سره د ۱۳۹۷ د ولسي جرګې په ټاکنو کې په ننګرهار کې د ۱۶۰ تنه بالمقطع کارکوونکو د معاشونو په باره کې د دوی د موندنو په اړه ناسته درلوده.

د دې ریاست رییس ښاغلي ثناالله ځاځي د نظارت کمېټې د راپور په اړه خپلې موندنې چې په راس کې یې د دې بنسټ کمیشنران ښاغلی مولانا محمدعبدالله، ښاغلی ښاغلی محمدحنیف دانشیار او ښاغلی اورنګزېب دي، د کمیسیون مشرتابه ته وسپاره.

مېرمن نورستاني دغه موندنې واورېدې، هغه یې د نظارت کمېټې ته وسپارې او زیاته یې کړه چې دغه موندنې به د پرېکړې لپاره د کمیسیون مشرتابه غړو ته وړاندې شي.

همدارنګه په دغه غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزې، په دغه اداره کې د شفافیت د لا ښه دودولو، د کارکوونکو د هڅولو او د هغوی د ستونزو د اورېدلو په اړه هم بحث او خبرې اترې وشوې.