انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ولایتونو د ټاکنیزو چارو ریاستونو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لارښوونې پر اساس، د لا زیاتې همغږۍ، پوهاوي ورکولو او اطلاع رسولو په موخه د ټاکنو له اړوندو خواوو سره ولایتي ناستې پیل کړې.

د ولایتونو د ټاکنیزو چارو له ریاستونو څخه له رارسېدلو راپورونو سره سم، دغه ناستې په پنجشېر، کندز، دایکنډي، لوګر، میدان ورګ، پکتیکا، زابل، خوست، پکتیا، هلمند، پروان او لغمان ولایتونو کې په بریالیتوب ترسره شوې، چې د ټولنې بېلابېلو قشرونو، په ځانګړي ډول ځوانانو، محصلانو، د ښوونځیو زده کوونکو، استادانو او د ځوانانو استازو پراخ ګډون پکې درلود.

په پام کې ده چې دغه ډول ناستې په نورو ولایتونو کې هم ترسره شي او د ولایتونو په کچه د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره دوام ولري.