انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه پلاوی او کارکوونکي د اسلام ستر لاښود جناب رسول اکرم (صلی الله و علیه و آله و سلم) د زوکړې د ورځې په پار د افغانستان او نړۍ اسلامي اُمت ته خپل د مبارکې مراتب وړاندې کوي.

د اسلام عالیقدر پيغمبر د انسانیت الګو او د اخلاقو معلم و؛ چې وتوانید انساني ټولنه يي له جهل څخه د پوهې لور ته را وګرځوله، د جنکیانو د ژوندي خښولو مخه ونیوله، د جنسیتي، توکي او ژبنۍ او داسې نورې غوره غوښتنې مردودې کړې.

د دغه بنسټ مشرتابه پلاوی او کارکوونکي د دغې ورځې په درناوي سره، د سپېڅلي رب څخه غواړي چې د خپل بې ساري رحمت له کبله عالمیانو ته تلپاتې سوله او سوکالي ور په برخه کړي.