انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

ټاکنیزو کمیسیونونو (د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون) د تلې ۲۹مه، د اوزبېکي ژبې ملي ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې ونمانځله.

په دې پرتمینو مراسمو کې لومړی د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسې مېرمن حوا علم نورستاني، په کمیسیون کې د اوزبېکي ژبې د موقف او کارونې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د لومړي ځل لپاره په دغه ژبه د هېواد د دوو نورو ژبو (پښتو او دري) او انګلیسي تر څنګ د دغه بنسټ په ویبپاڼه او ټولنیزو رسینو کې فعالیت پیل شو. همدارنګه د عامه پوهاوي پیغامونه هم د اوزبېک مېشتو سیمو او مرکز لپاره په دې ژبه تولید شوي او د تصویري او غږیزو رسنیو، بلبورډونو، فکشیټونو، بروشورونو او د عامه پوهاوي د نورو وسایلو له لارې نشر شوي دي.

همدارنګه مېرمن نورستاني زیاته کړه چې د دې ژبې د لا بډاینې لپاره کمیسیون تصمیم لري چې په خپل راتلونکي تشکیل کې په دې برخه کې دایمي کارکوونکي ولري.

په ورته وخت کې د کمیسیون د عامه پوهاوي د چارو رییس شفیع جلالي د یوه سیمینار په ترڅ کې په دې ژبه د پوهاوي ورکولو د پیغامونو د تولید په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې تر دې وروسته به د عامه پوهاوي مواد د هېواد په درېیو واړو ملي ژبو په مساوي ډول تولیدېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رییسې مېرمن زهره بیان شینوارې له ولسمشر نه مننه وکړه چې د تلې ۲۹مه نېټه یې د اوزبېکي ژبې ملي ورځ نومولې او ویې ویل: "موږ باید د دې درېیو ژبو تر څنګ د هېواد نورو ژبو ته هم کار وکړو."

له بلې خوا په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازي بکتاش ایشچي په هېواد کې د دې ژبې د موقف په اړه خبرې وکړې. په تېرو ټاکنو کې یې د دې ژبې کارول اغېزناک وبلل او له دې امله یې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون نه مننه وکړه.

استاد نجیب منلي، استاد محمدعالم کوهکن او د ټاکنیزو شکایتونو مرستیال دین محمد عظیمي هر یوه په خپل وار د دې ژبې د اهمیت، ارزښت او لرغونتیا په اړه خبرې وکړې.

هېره دې نه وي چې کمیسیون اوزبېکي ژبه د ۱۳۹۸-۴۱ پرېکړه لیک په ترڅ کې د عامه پوهاوي د موادو د تولید او د دوو نورو ژبو (پښتو او دري) تر څنګ د کمیسیون په وېبپاڼه کې د هغې زیاتول تصویب کړل.
د یادولو ده چې په دې مراسمو کې د دواړو کمیسیونونو مشرتابه پلاوو، د پارلمان وکیلانو او د دواړو کمییسیونونو کارکوونکو ګډون درلود.