انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون، څېړنیزي کمیټې، د دغه بنسټ د مرستیال او سرپرست ښاغلي سیدعصمت الله مل په مشرې خپل کار رسماً پېل کړ.

په دغې کمیټه کې چې د کمیسیون سترو سلاکارانو، د دارالانشاء عملیاتي مرستیال او د مرکزي دفتر رئیسانو برخه درلوده؛ ښاغلي مل، د دغې کمیټې د جوړولو پر اهمیت او کړنلارې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې، د دغې کمیټې اساسي موخه به د کمیسیون لویو ستونزو حلول، د چارو لا ښه سمبالښت او د کمیسیون د پیځه کلن ستراتېژیک پلان لا ښې بډاینه وي.

په همدې وخت کې ګډونوالو هم پر اړوندو موضوګانو خپل اندونه او وړاندیزونه وړاندې کړ.

پاتې دې نوي چې، په دغې کمېټې کې د کمیسیون ستر سلاکاران او د مرکزي د دفتر رئیسان غړيتوب لري.