انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال او سرپرست ښاغلي سید عصمت الله مل، د دغه بنسټ له سترو سلاکارانو او د مرکزي دفتر ځینو رئیسانو سره ناسته ترسره کړه.

په دغې ناسته کې د کمیسیون د پینځه کلن ستراتیژیک پلان او د ادارې د پراختیا په اړه خبرې اترې وشوې.

همداشان ښاغلي مل، د دغه بنسټ دننه د داسې یوې کمیټې د جوړولو خبر ورکړ چې، د یو څېړنیز مرکز په بڼه به وي او موخه به یې د کارکوونکو د ظرفیت لوړاوی وي.

په دغې ناسته کې د ښاغلي مل سربېره د دارالانشاء مرستیالانو، د کمیسیون د مقام سترو سلاکارانو، د مقام د دفتر رئیس او د ځینو ریاستونو استازو برخه لرله.