انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال او سرپرست ښاغلي سیدعصمت الله مل د باشهامته معلولینو د اجتماعي سازمان له رییس قاضي احمد راشد خالقیار مبارز، د ځوانانو پارلمان د معلولیت لرونکو اشخاصو د کمیسیون له رییس او د دغه سازمان له غړو سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو په ټاکنو کې د معلولیت لرونکو اشخاصو د بشري حقوقو او په دولتي ادارو کې د دوی د ګومارنې په اړه بحث او خبرې اترې وکړې او د دوه‌اړخیزو همکاریو ژمنه یې وکړه.

په پای کې د دغه سازمان له خوا په دغه اداره کې د معلولینو د حقوقو د قانون او امتیازونو او د معلولیت لرونکو اشخاصو د کنوانسیون د پلي کولو په خاطر ښاغلي مل ته ستاینلیک ورکړل شو.