انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

ټاکنو خپلواک کمیسیون د خپل پینځه کلن ستراتیژیک پلان په اړه د نظرغوښتنې تخنیکي ورکشاپ د دغه بنسټ دنننه ترسره کړ.

د دغه بنسټ رئیسې مېرمن حواعلم نورستانۍ د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال وویل: "منندوی یم چې د کمیسیون د غړو له تصویب سره سم، د کمیسیون سلاکارانو، اړوندو ریاستونو او د دارالانشاء د ستراتېژیګو اړیکو مرستیال ښاغلي علي شاه مصباح په مشرې د ستراتېژیک پلان د مسودې د جوړولو کمیټې کار پېل کړی او تر دي مهاله بریالي روان دي."

همداشان مېرمن نورستانۍ په ستراتېژیک پلان کې د ورکشاپ د ګډونوالو وړاندېزونه او نظرونه اړین وبلل او له هغوی وغوښتل، چې د دغه پلان د بډاینې له پاره خپل رېښتینې تجربې او نظرونه څرګند کړي.
د کمیسیون د دارالانشاء عملیاتي مرستیال ښاغلي محمد عثمان فروتن، یوې ادارې له پاره د ستراتېژیک پلان لرل خواره اړین وبلل او زیاته یې کړه: "د چارو د لومړیتوب بندې او د پلان شویو تطبیقي لارو وړاندوینه اړینه ده، چې له نېکه مرغه دغه چاره کمیسیون پېل کړې ده."

په همدې وخت کې ښاغلي مصباح د ورکشاپ د آجنډا د تشریح کولو په ترڅ کې وویل، چې د دغه ورکشاپ له ترسره کولو څخه موخه، د کمیسیون د بیلابیلو کاري برخو د فرصتونو، خنډونو، موخو، ارزښتونو، او ګواښونو په اړه د ګډونوالو د نظرونو راټولول دي.

په دغه ورکشاپ کې د کمیسیون رئیسې، مېرمن حواعلم نورستانۍ، د دارالانشاء عملیاتي مرستیال ښاغلي محمد عثمان فروتن، د دارالانشاء د ستراتېژیګو اړیکو مرستیال ښاغلي علي شاه مصباح د مقام د دفتر رئیس ښاغلي نورولي خپلواک، رئیسانو او د دغه بنسټ د ځینو برخو مسوولانو ګډون درلود.