انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشرتابه غړو، نن دوشنه خپله نوبتي ناسته د دغه بنسټ د ناستو په خونه کې ترسره کړه.

په دغې ناسته کې د رايه ورکوونکو د بايومتريک نوم ثپتونې د اساس په توګه، د برېښنيايي پېژند پاڼو د کارونې د طرحې، د ننګرهار ولايت د عامه پوهاوي د قراردادي کارکوونکو د معاشونو، د 1399 کال د تشکيل، د 1398 کال د ولسمشريزو ټاکنو د زده شويو درسونو د راپور د مسودې او د آيفس له خوا د رالېږل شوي برېښنيا ليک په اړه بحث او خبرې وشوې.

همداشان د کميسيون د دارالانشاء ته دنده ورکړل شوه چې اړونده موضوعګانې تعقيب او تنظيم کړي.

دغې ناسته کې د کميسيون رئيسې مېرمن حواعلم نورستانۍ، مرستيال او کميشنر ښاغلي سيدعصمت الله مل، کميشنرانو ښاغلي مسافرقوقندي، ښاغلي اورنګ زيب، ښاغلي محمدحنيف دانشيار، ښاغلي مولانا محمد عبدالله، د دارالانشاء عملياتي مرستيال ښاغلي محمد عثمان فروتن او د مقام د دفتر رئيس ښاغلي نور ولي خپلواک ګډون درلود.