انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

ټاکنو خپلواک کمیسیون د جنډر لومړۍ میاشتنۍ ناسته، د دغه بنسټ په مرکزي دفتر کې ترسره کړه.

د دغه بنسټ رئیسې مېرمن حواعلم نورستانۍ ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل، ښځو د ټولنیزو ستونزو او ګواښونو د شتون سربېره بیا هم د کمیسیون په ادارو او ټاکنو کې رغنده حضور درلودلی دی.
مېرمن نورستانۍ زیاته کړه، د کمیسیون مشرتابه هوډ لري، چې په کمیسیون کې د ښځو سلنه زیاته کړي او د راتلونکي کال په تشکیل کې د جنډر برخې ته د ولایتونو په کچه پراختیا ورکړي.

همداراز د کمیسیون منشي او غړې مېرمن رحیمې ظریفي د ګډونوالو د ستونزو اوریدو په ترڅ کې د ښځو پر وړاندې د شته ستونزو او د دغه بنسټ په دایمي بستونو کې د هغوی کمارنې په اړه خبرې اترې وکړې.

له بلې خوا د کمیسیون د دارالانشاء د ستراتېژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي علي شاه مصباح له دغې ناستې له ترسره کېدو څخه ملاتړ وکړ، زیاته یې کړه: په کمیسیون کې د همکارۍ روحیه فوق العاده ښه ده، د دې سربېره بیا هم هڅه کوو چې دغه روحیه لا پیاوړۍ کړو.

همداشان زیاته یې کړه، د کمیسیون دارالانشاء هڅه کوي، چې د خپلو راتلونکو پلانونو کې د ښځو د لا زیات حضور او د هغوی د ظرفیت د لوړ زمینه برابره کړي.

د کمیسیون د جنډر مسوولې مېرمن انیسې کتبي، د دغې ناستې موخه د دغې ادارې د ښځینه وو کارکوونکو د ستونزو حل او د ظرفیت لوړاوی وباله، زیاته یې کړه: دغه ناسته هره میاشت د ښځو پر وړاندې د خنډونو په هکله ترسره کېږي. همداشان په نږدې راتلونکي کې د دغه بنسټ دنننه د شکایتونو د راټولولو له پاره د شکایتونو یو صندوق اېښودل کېږي.