د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په یودیرشمه نیټه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۸ کال ټاکنو څخه د زده شویو درسونو انلاین ورکشاپ په اړه د سياسي ګوندونو او څارونکو دلوسره چې باورلیکنو لرل د ټاکنو په انګړ کې ناسته وکړه.

په پیل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا عمومي رییس حبیب الرحمن ننګ د تیرو ولسمشریزو ټاکنو د عملیاتي چارو په اړه معلومات ورکړ او وویل: د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي رییسانو سره د زده شویو درسونو ورکشاپ درلوده او اوسمهال په ټاکنو کې د ښکیلو غاړو سره ورکشاپ لری، هیله لرم چي دغه شان ناستې د راتلونکو ټاکنو پلانونو ته ګټورې تمایي شي.

کمبسیون د سیاسي ګوندونو او اړونده بنسټونو لیکلې پوښتنې چې باور لیکونه یې لرل، واستولې او د یو شمیر بنسټونو لیږل شوي نظرونه یې تر لاسه کړل. اوس مهال غواړي پر همدغو پوښتنو او وړاندیزونو د همدغه کنفرانس له لارې یو تر بله نظرونه سره شریک کړي.

په دغې ویدویي کنفرانس کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال سید عصمت الله مل، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننگ، د دارالانشا د عملیاتي چارو مرستیال عثمان فروتن، د ټاکنو د پلان او د ټاکنیز روزنې، معلوماتي تکنالوژۍ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تخنیکې برخو، سیا‌‌‌سي ګوندونو او مدني ټولنېی یوشمیربنسټونو سره او په ټاکنو کې ښکیلو غاړو ګډون درلود.