د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه پلاوي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړی استازي تدامچي یماماتو سره د ټاکنیزو شکایتونو د پرېکړو په اړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تیاریو او په دې برخه کې د همکاریو د زیاتېدو په موخه د کمیسیون په تالار کې وکتل.

په دغه ناسته کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسې حوا علم نورستاني د ملګرو ملتونو او نورو مرسته کوونکو د تخنیکي او مالي ملاتړ قدرداني وکړه او د کمیسیون د راتلونکو پلانونو په اړه یې مالومات ورکړل.

وروسته د کمیسیون مشرتابه غړو د ټاکنیزو شکایتونو د پرېکړو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې تر اوسه د دوی وروستۍ پرېکړه له کمیسیون سره شریکه شوې نه ده. کله چې له کمیسیون سره شریکه شوه، واضحه وه او پېچلتیا پکې نه وه، نو پلې به یې کړو.

په دې غونډه کې چې نن (د ۱۳۹۸د سلواغې په ۱۶مه) جوړه شوې وه، د کمیسیون رییسې مېرمن حوا علم نورستاني، مرستیال ښاغلي سیدعصمت الله مل، غړو ښاغلي اورنګزیب، ښاغلي مولانا محمدعبدالله، مېرمن رحیمې ظریفي، مېرمن ایلوینا روبنسن او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ښاغلي تدامچي یماماتو او ورسره ګډون درلود.