انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

په ژوره خواشینۍ مې خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د جنډر امره اغلې جمیله خور د حق له کاروان سره یوځای شوې,

انا لله وانا الیه راجعون

په داسې حال کې چې نوموړې زموږ ترمنځ نشته او ټول همکاران یې د دردناکو خاطرو سره پرېښودل د کمیسیون مشرتابه یې کورنۍ او ټولو پاتې ورثه وو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

ځان ورسره په دې درانه غم کې شریک بولي او مرحومې خور جمیلې ته چې د عمر لویه برخه یې د ټاکنو کمیسیون په چوکاټ کې د ګران وطن په خدمت تېره کړې, ورته د څښتن تعالی څخه اعلی جنتونه غواړي, او د ټاکنو کمیسیون سره د هغې ټول خدمات په ویاړ یادوي او ستاینه یې کوي. 

روح یې ښاد او جنت یې ځای