انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه مېرمن حوا علم نورستاني او ورسره پلاوی د یوه رسمي سفر په ترڅ کې هند ته ولاړل او ټاکل شوې چې د فیمبوسا په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړي.

د دغې ناستې اساسي موخه د جنوبي اسیا هېوادونو له ټاکنیزو بنسټونو سره ګډ کار، د تجربو شریکول او له هغوی سره د اړیکو پراختیا او ټینګښت دی..

په دغه ناسته کې به پر بېلابېلو مسایلو لکه پر حکومتدارۍ، امنیت او اقتصاد د ټاکنو اغېز، د ټاکنیزو شخړو حل او په ټاکنو کې پراخ ګډون، رایه ورکوونکو ته مساوي لاسرسی، رایه ورکول د یوه ملي مسوولیت په توګه، له ټکنالوژۍ نه ګټه اخیستنه، په ټاکنو کې منع شوې چارې او د رایې ورکولو پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي فکتورونو بحث کېږي.

د دغې ټولنې اتمه غونډه په ۱۳۹۶/۷/۲ په کابل کې وشوه چې په هغې کې د بنګلدیش، بوتان، پاکستان، هند، سریلانکا، مالدیف او نیپال د کمیسیونونو رییسانو او د هغوی استازو ګډون لاره او د دغې ټولنې د مشرۍ مسوولیت یو کال د افغانستان د د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر غاړه و.

دغې ټولنې تر اوسه نهه کلنۍ غونډې کړي، چې په ۲۰۱۰ کې په بنګلدیش، په ۲۰۱۱ کې په پاکستان، په ۲۰۱۲ کې په هند، په ۲۰۱۳ کې په بوتان، په ۲۰۱۴ کې په نیپال او په ۲۰۱۵ کې په سریلانکا، په ۲۰۱۶ کې په مالدیف، په ۲۰۱۷ کې په افغانستان او په ۲۰۱۸ کې په بنګلدیش کې په بریالیتوب ترسره شوې.

په فیمبوسا کې د سارک هېوادونه (افغانستان، بنګلدیش، بوتان، هند، مالدیف، نیپال، پاکستان او سریلانکا) شامل دي، د جنوبي اسیا هېوادونو د ټاکنیزو کمیسیونونو لخوا په ۲۰۱۰ کې رامنځته شوی او افغانستان یې په همغه کال غړیتوب ترلاسه کړی دی.