د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د رایو د تفتیش، بیا شمېرنې او باطلولو بهیر نن په اوو ولایتونو کې پیل او په پنجشیر، سرپل، جوزجان، تخار، فاریاب، بدخشان ولایت کې په بریالیتوب پای ته ورسېد.

د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د رایو د تفتیش، بیا شمېرنې او باطلولو بهیر د روان کال د لړم په ۱۸مه پیل شو. دغه بهیر په ۲۷ولایتونو کې بشپړ شو؛ خو په اوو ولایتونو (تخار، سرپل، بدخشان، جوزجان، فاریاب، بغلان او پنجشیر) کې درېدلی و او نن پیل شو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوماندانو له ټولو څارونکو او بنسټونو له کتونکو هیله لري چې د تفتیش او بیا شمېرنې د بهیر د څارنې تر څنګ د څارونکو او کتونکو کړنلاره په پام کې ونیسي او د دغه بهیر په بشپړولو کې همکاري وکړي.

د ترلاسه شوو راپورونو پر اساس، دغه بهیر په ۳۳ ولایتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو او ټاکنیزو څارونکو، د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د استازو او کتونکو په حضور کې عملاً بشپړ شو.