د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه پلاوي د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو د مالوماتو د شریکولو په اړه مالوماتي غونډه وکړه. په دې غونډه کې چې د کمیسیون په مرکزي تالار کې جوړه شوې وه، د ټاکنیزو ټیمونو، سیاسي ګوندونو، پر ټاکنو د څار بنسټونو او مدني ټولنې استازو، سفیرانو او نړیوالو همکارانو ګډون کړی و.

په پیل کې د کمیسیون رییسې حوا علم نورستاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کمیسیون د فعالیتونو او ستونزو په اړه مالومات ورکړل او زیاته یې کړه:«له قومي مشرانو، رهبرانو او نورو ښکېلو خواوو غواړو چې د پاتې ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش د بهیر په پیلولو کې له کمیسیون سره مرسته وکړي.» نوموړې زیاته کړه، خلک دې ډاډه وي چې کمیسیون شفاف او بې طرفه کار کوي او د هېڅ ډلې تر فشار لاندې نه دی.

په دې غونډه کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون منشي او غړي ډاکټر محمدقاسم الیاسي د دغه کمیسیون د فعالیتونو په اړه مالومات ورکړل او زیاته یې کړه:«د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ابتدايي پایلو تر اعلان وروسته ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې لپاره پوره تیاری لري.» نوموړي زیاته کړه:«د ابتدايي پایلو تر اعلان وروسته نوماندان درې ورځې وخت لري چې خپل شکایتونه د دغه کمیسیون په ولایتي دفترونو کې ثبت کړي.»

په ورته وخت کې د کمیسیون غړي محمدحنیف دانشیار له معترضو ټیمونو مننه وکړه چې خپلې پوښتنې یې له کمیسیون سره شریکې کړې دي او زیاته یې کړه:«ډېرې پوښتنې ورته وې او زیاتره یې په ۳۰۰زره رایو او هغو محلونو پورې اړه لري چې بایومتریک مالومات یې سرور ته نه دي انتقال شوي او کمیسیون هغه تفتیش ته راجع کړي او نورې پوښتنې د ابتدايي پایلو د اعلان د ځنډېدو د عواملو په اړه دي.»

ښاغلي دانشیار زیاته کړه، درملوک کمپنۍ وکړای شول چې د پاکو او ناپاکو رایو د پېژندلو لپاره د کمیسیون له طرحې سره سم نور معیارونه تیار او پلي کړي؛ خو له بده مرغه کمپنۍ د بې وخته رایو د پېژندلو سافټ وییر د وخت د کموالي له امله جوړ نه کړ، په دستګاوو کې یې د وخت د تنظیم مسوولیت پر غاړه وانخیست او وخت مکمل معیار نه و. د بایومتریک وسایلو د ساعت په تنظیم کې افرادو لاسوهنه کولی شوای، نو موږ د دغو رایو پېژندلو ته مراجعه وکړه او په اړوندو محلونو کې مو د قانون مطابق د تفتیش بهیر پیل کړ، ځکه کمپنۍ د وخت مالومولو مسوولیت پر غاړه نه و اخیستی.

ښاغلي دانشیار د خپلو خبرو د ثبوت لپاره ګډونوالو ته اسناد وښودل چې په هغو کې د بامیانو ولایت په یوه محل کې د رایې ورکولو بهیر د ماښام په اوو بجو پیل او د سهار په څلورو بجو پای ته رسېدلی و، په داسې حال کې چې د پایلو جدول او د نورو ټاکنیزو ډلو د څارونکو لاسلیکونو ښودله چې د رایې ورکولو بهیر د سهار په اوو بجو پیل او د مازدیګر په پنځو بجو پای ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه، د ۱۰۲زره بایومتریکي مالوماتو له ډلې ځينې محلونه د ښځو دي او د رایې ورکولو وخت یې د شپې ښودل شوی. امکان نه لري چې ښځې د شپې رایه ورکړي او منطقي هم نه ده. ځکه نو موږ د تفتیش بهیر ته مراجعه وکړه.

همدارنګه ښاغلي دانشیار ایمیلونه او اسناد وښودل چې د اړوندو رایو په اړه د کمیسیون او درملوک کمپنۍ ترمنځ تبادله شوي دي. نوموړي زیاته کړه، د ځينو محلونو د پایلو جدولونه د بایومتریک له یوه ماشین او د رایه ورکوونکو مالومات د بایومتریک له بل ماشین څخه لېږل شوي او دغه مالومات درملوک تایید کړي دي.

د ځينو محلونو د بایومتریک اطلاعات او په دستګاه کې ثبت شوې شمېرنې توپیر لري. په دې اړه باید ووایو چې د بایومتریک شمېرنې سرور ته نقل شوي دي؛ خو کارکوونکي د پایلو الکترونیکي فورمې نه دي ډکې کړې چې دغه دستګاوې قرنطین شوې دي. همدارنګه په ځينو محلونو کې بایومتریکي مالومات له یوې وسیلې انتقال شوي او د پایلو جدول له بلې وسیلې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې اړه حقوقي معیار په دغو محلونو کې د څارونکو شتون، د پایلو په جدولونو کې د دوی لاسلیکونه، د مرکزونو د خلاصوالي په اړه د امنیتي بنسټونو راپورونه، ژورنال، د شکایتونو فورمه او کمیسیون ته د درملوک کمپنۍ رالېږل شوي اسناد دي.

ښاغلي دانشیار له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې که په دې اړه زیات مالومات غواړي، کمیسیون د هر ډول مالوماتو شریکولو ته تیار دی او ان له رسنیو یې وغوښتل چې په دې اړه څېړنیز راپورونه جوړ کړي.

د پروګرام په دوام ازاد بحث د کمیسیون غړې مېرمن رحیمې ظریفې مدیریت کړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې حوصله وکړي، خپلې پوښتنې او وړاندیزونه له ټاکل شوي وخت سره سم مطرح کړي. ګډونوالو د دغې ناستې د ستایلو تر څنګ د بې وخته رایو، ابتدايي پایلو د اعلان، د ملي او نړیوالو بنسټونو لخوا د دستګاوو د تایید او پاتې ولایتونو د پایلو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

په پای کې د کمیسیون مرستیال یو ځل بیا په ډاګه کړه چې هېڅ ډلې ته نه تسلیمېږو، د هېڅ فرد یا ډلې تر فشار لاندې نه راځو او ابتدايي پایلې په شفاف او بې طرفه ډول اعلانوو.