د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون درنو غړو، خبریالانو، د کمیسیون دایمي رسنیزو همکارانو او د افغانستان لوی ملته!

السلام علیکم ورحمت الله و برکاة!

څرنګه چې خبر یاست د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر ته د رایې ورکولو له ټولو مرکزونو د حساسو ټاکنیزو موادو تر را لېږدولو وروسته د رایو د جمع‌بندۍ بهیر پیل کېږي. معلومه ده چې د هېواد په اوسنیو شرایطو او وضعیت کې د پایلو ټولې فورمې او نور لازم اسناد او مدارک له ستونزو پرته نه را رسېږي. له همدې امله په قانون، لایحو او طرزالعملونو کې وړاندوینه شوې که چېرې د درغلۍ ښکاره نښې ولیدل شي، د پایلو د فورمو رایې د لوستلو وړ نه وي، یا د پایلو اصلي فورمه نه وي را رسېدلې، کمیسیون د ټاکنو د قانون د شپږ اتیا یمې مادې د احکامو مطابق مکلف دی چې د رایو ورکولو اړوند بکسونه قرنطین او وروسته وڅېړي، یعنې ویې وپلټي او له سره یې وشمېري. د کمیسیون غړي یو ځل بیا ټینګار کوي چې د قانون، لایحو او طرزالعملونو احکامو ته په کتو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش اساسي موخه د منل شوو او نامنل شوو رایو پېژندل دي. پر دې اساس کمیسیون هیله لري چې ټولې ښکېلې خواوې د کمیسیون دغه قانوني مکلفیت درک کړي او له کمیسیونه دا توقع ونه لري چې د قانون د احکامو خلاف ناڅېړل شوې رایې باطلې کړي.

څرنګه چې د افغانستان لوی ملت خبر دی، د رایو تفتیش او بیا شمېرنه د لړم (عقرب) په اتلسمه پیل شوه، خو د تفتیش او بیا شمېرنې د عملیاتو په جریان کې د ځینو ټاکنیزو ټیمونو د نیوکو او د کمیسیون لخوا د هغوی نیوکو ته د ځواب ویلو لپاره څلور ورځې ودرېده، تر خبرو اترو او د ټاکنیزو ټیمونو له استازو سره تر تخنیکي ناستو وروسته بیا پیل شوه چې تر اوسه د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر په ۲۶ ولایتونو کې بشپړ شوی، په یوه ولایت کې په نارمل ډول روان دی، د ۲۵ ولایتونو د پایلو فورمې او چیکلیست د پایلو د جمعبندۍ په ملي مرکز کې اړوند پړاوونه تېر کړي، خو له بده مرغه په ۷ ولایتونو کې د ځینو ټاکنیزو ټیمونو د نیوکو له امله د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر تر اوسه نه دی پیل شوی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو، د درنو نوماندانو د نظرونو د اورېدلو لپاره له پیله تر اوسه د مختلفو ټاکنیزو ډلو
له استازو سره د رهبرۍ او تخنیکي استازو په کچه نږدې سل مشورتي غونډې کړې دي. همدارنګه د خلکو د واقعي رایو د ساتنې لپاره، چې د کمیسیون سره یو امانت دی، د کمیسیون غړي په هر ډول شرایطوکې، که چېرې دوی وغواړي، له ټاکنیزو ټیمونو سره خبرو اترو ته تیار دي او د کمیسیون تخنیکي ټیمونه همدارنګه د ټاکنو د نافذه قوانینو، لایحو او طرزالعملونو په رڼا کې هر ډول تخنیکي او عملیاتي معلومات، چې ټاکنیزې ډلې یا نورې ښکېلې خواوې ورته اړتیا لري، له دوی سره شریکوي.

څرنګه چې څو ځله اعلان وشو، د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو ته یوازې هغه رایې د منلو دي چې بایومټریکي اساس ولري. معتبرې او نامعتبرې رایې د اړوند قانون، لایحو او طرزالعملونو پر اساس پېژندل کېږي. د افغانستان خلکو او ټولو ښکېلو خواوو ته ډاډ ورکوو چې د کمیسیون په کاري بهیر او تصیم‌نیولو کې هېڅ ډول اړیکې او طرفداري نشته، بلکې کمیسیون ته قانون، لایحې او طرزالعملونه معیار دي. د بېلګې په ډول د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د قانون د شپږ اتیایمې مادې، د رایو د جمعبندۍ د نهمې مادې او د رایو د تفتیش، بیا شمېرنې او باطلولو د لایحې د نهمې مادې د یوولسمې برخې پر اساس په ۱۰۵ شمېره پرېکړه‌‌لیک کې د ۲۴۲۳ محلونو رایې ځانګړي تفتیش او بیا شمېرنې ته راجع کړې چې دغو رایو ته باور ورکولو یا د هغوی باطلولو ته کافي او دقیق اسناد پیدا شي. څرنګه چې د روان کال د لیندۍ په دویمه اعلان وشو، د ۲۴۲۳محلونو له ډلې د ۱۱۹۰ محلونو د تفتیش او بیا شمېرنې پایلې او ځانګړی راپور مرکزي دفتر ته را رسېدلی و. د کمیسیون غړو د راپور د تفتیش او چکلیست او کافي اسنادو او شواهدو تر څېړلو وروسته د ۱۱۳ شمېرې پرېکړه‌لیک په ترڅ کې له دغې ډلې د ۱۱۷۹محلونو رایې باطلې اعلان کړې. یوولسو محلونو یې راپور او نورو معلوماتو ته اړتیا لرله چې د کمیسیون دارالانشا به یې د تصمیم نیولو لپاره
تیار کړي. که د ۲۴۲۳ محلونو له ډلې د نورو مرکزونو د تفتیش او بیا شمېرنې راپور کمیسیون ته را ورسېږي، نو کمیسیون به یې په اړه قانوني پرېکړې وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټولو ټاکنیزو ډلو جدي توقع لري چې قانون، لایحې، طرزالعملونه او د نوماندانو او څارونکو تګلاره مراعات کړي، پرېږدي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپلې دندې د نافذه قانون د احکامو مطابق ترسره کړي. ټاکنیزو سرغړونو او تخطیو ته د رسېدنې مرجع د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون دی چې له بده مرغه ځینې ټاکنیز ټیمونه دې چارې ته پام نه کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هر تصمیم او پرېکړه د ټاکنو له قانون، لایحو او تصویب‌شوو طرزالعملونو سره سمه ده. د بېلګې په ډول د کمیسیون څو پرېکړو ته اشاره کوو چې ځینو ټاکنیزو ډلو ته د ناسم‌پوهاوي سبب شوي.

د ۱۰۸ شمېره پرېکړه‌لیک په اړه، چې د ۱۳۷۶۳۰ بایومټریکي معلوماتو په اړه ده، غواړو یو ځل بیا وضاحت ورکړو، څرنګه چې څو ځله اعلان شوی چې کمیسیون ته یوازې هغه رایې د منلو دي چې بایومټریکي اساس ولري، دغه ۱۳۷۶۳۰ د رایه ورکوونکو هغه بایومټریکي معلومات دي چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له ۴۵۶۴ محلونو څخه مرکزي سرور ته انتقال شوي دي. ټول مرکزونه او محلونه یې مشخص دي. د محل او مرکز د پایلو فورمونه او ژورنال موجود دي. دغه فورمې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون استازو او کتونکو لاسلیک کړي. که په دغو محلونو کې کومه ټاکنیزه درغلي او تخطي شوې وي د نوماندانو، څارونکو د ټاکنو د قانون د ۹۱ مادې پر اساس خپل شکایتونه ثبت کړي، چې اړونده مرجع یې په اړه څېړنه کوي. همدارنګه د ۴۵۶۳ محلونو له ډلې د ۲۱۴۱ محلونو رایې د هغو ستونزو پر اساس، چې د کمیسیون تخنیکي ټیم تشخیص کړې، تفتیش او بیا شمېرنې ته راجع شوي. د تخنیکي راپور جزیات یې له نوماندانو او ښکېلو خواوو سره شریک کړي دي.

همدارنګه د ۱۰۹ شمېرې پرېکړه‌لیک په اړه، چې د ۱۰۲۰۱۲ هغو بایومټریکي معلوماتو په اړه ده او د رایو ورکولو وخت یې د بحث وړ دی، دغه معلومات د څلور دېرشو ولایتونو په ۷۳۵۴محلونو پورې اړه لري. په ۲۶۲محلونو کې یې ۱۳۹۴۹ بایومټریکي معلومات راځي چې د شته بې‌نظمیو پر اساس ځانګړي تفتیش او بیا شمېرنې ته راجع شوي دي. او همدارنګه په ټوله کې د ۷۳۵۴محلونو له ډلې ۱۸۹۴محلونه چې ستونزې پکې تشخیص شوې دي، له اصولو سره سم تفتیش او بیا شمېرنې ته راجع شوي دي.

څرنګه چې د کمیسیون په قانون، لایحو او طرزالعملونو کې واضح ده چې هغه رایې معتبرې دي چې د ټاکنو د ورځې په ټاکلي وخت کې کارول شوي وي. د دغو محلونو راپورونه، د پای
لو فورمې او ژورنال ښيي چې په دغو محلونو کې رایه‌ورکونه د ټاکنو په ورځ ترسره شوې. د نوماندانو او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون څارونکو او کتونکو د دغو محلونو د پایلو فومې لاسلیک کړې دي. په محلونو کې د رایو شمېرنه د ټاکنو د قانون د ۸۵ مادې پر اساس د څارونکو په حضور کې ترسره شوې. آیا منطقي ده چې د هغو رایو ورکوونکو رایې، چې د ټاکنو په ورځ یې ورکړې، خو د تخنیکي ستونزو یا د ساحوي کاروکوونکو د تېروتنې له امله، چې د بایومټریک ماشین یې سم نه دی تنظیم کړی، باطلې شي؟ که فرض کړو چې دغه رایې د رایو ورکولو له وخته مخکې یا وړاندې اچول شوې، نو هغو څارونکو، چې د نوماندانو او سیاسي ګوندونو لخوا معرفي شوي، دغه فورمې ولې لاسلیک کړې دي؟

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ځان د خلکو د رایو ساتنې ته مکلف ګڼي. ټولې پرېکړې د قانون لایحو، طرزالعملونو او تخنیکي منطق په رڼا کې کړې دي. همدارنګه د ۱۰۷ شمېره پرېکړه‌لیک او ولایتونو ته د دارالانشاه د رسمي مکتوب پر اساس دې د هغو محلونو کارکوونکي، چې د سرغړونې او تخطۍ نښې پکې لیدل شوې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو لخوا د واقعیت د ثبوت لپاره د شکایتونو کمیسیون ته معرفي شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هېواد د درنو خلکو د حوصلې قدرداني کوي او شپه ورځ هڅه کوي چې رامنځته شوې ستونزې حل او د امکان په صورت کې ابتدایي پایلې ډېرې ژر اعلان کړي.